ملا برادر پاکستاني مشرانو سره خبرو لپاره اسلام اباد ته روان شوی

ملا عبدالغني برادر
د عکس تشریح، ملا برادر له دې مخکې هم پاکستان ته سفرونه کړي دي
د خپرېدو وخت

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره سې شنبه اسلام اباد ته روان شوی دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، ملا برادر او ورسره مل پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.

طالب ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "د افغانستان اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند د يو لوړ پوړي هيئت په مشرۍ د ګاونډي هېواد پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته روان شو. په دې سفر کې به د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان او د بهرنيو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قريشي سره ناستې ولري. په ناستو کې به د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي ".

یاده دې وي چې ملا برادر او د افغان طالبانو پلاوي له دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته سفرونه کړي او هلته یې د دې هېواد له مشرانو سره کتلي دي.

تېره میاشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، هېواد به یې د افغان سولې بهیر کې پوره مرسته کوي.

مذاکراتو کې دمه؛ مرکچي پلاوی کابل ته ستنېږي

سوله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دواړو پلاوو ویلي دي چې د سولې خبرو بل پړاو به د جدي میاشتې په ۱۶مه پيل شي.

بل لور ته یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی نن ماښام له دوحې نه کابل ته ستنېږي. د دې پلاوي څو تنه غړي وار دمخه کابل ته ستانه شوي دي.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې خبرو اصلي اجنډا لپاره د موضوعاتو له تبادلې وروسته دواړو مرکچي پلاوي د دریو اونیو پر دمې هوکړه کړې ده. دوی وایي، د سولې خبرو بل پړاو به د جدي میاشتې په ۱۶مه پيل شي.

د سولې خبرو په بهیر کې وقفې ته په غبرګون کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي ''هیله من دی چې د سولې خبرو کې وقفه د جګړې او وژنو کې هم د وقفې لامل شي. که نه نو له دې پرته خبرې او جګړه دواړه نه کېږي، یوازې جګړه به وي او دا د افغانستان نوې ټوکېدلې سولې غوړېدا ننګولی شي. ''

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې اړینه ده د سولې بین الافغاني خبرې د راتلونکې جنورې میاشتې په پینځمه نېټه بیا پیل شي او ځنډ په کې رانه شي.

په افغانستان کې دننه د خبرو ترسره کېدو غوښتنه

محب

د عکس سرچینه، MOHIB FACEBOOK

د عکس تشریح، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

تر دې دمه د سولې خبرو د بل پړاو ځای په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو افغان حکومت ټینګار کړی چې د خبرو بیا پیل باید هېواد کې دننه وشي.

لومړی د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي وو چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید دننه افغانستان کې وشي.

ښاغلي محب په دې ټینګار کړی وو، که طالبان د افغانستان په هر ځای کې وغواړي هالته به ورته د خبرو زمینه برابره کړي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي محب د خبرو په تائید وویل، غواړي د سولې خبرو بل پړاو په افغانستان کې وشي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.