ولسمشر غني د امریکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره د اوربند پر عاجلې اړتیا غږېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د استازو جرګې له ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي سره ټلیفوني خبرو کې افغانستان کې پر تاوتریخوالي، د سولې بهیر راتلونکو پړاوونو او اوربند وغږېده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني، له نانسي پلوسي سره دې ویډیويي غونډه کې له افغانستان سره د امریکا پر اوږدمهالې ژمنتیا، د ښځو حقونو او یوې بېړنۍ اړتیا په توګه پر اوربند خبرې وکړې او هم یې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنې شریکې کړې.
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تېر سپټمپر پر ۱۲ د خبرو پیلېدو راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی، چې ښکېل لوري یې پړه پر یو بل اچوي.
پر افغان حکومت سربېره نړیواله ټولنه هم بیا بیا له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي،
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون ویلي، د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته عاجله اړتیا شته.
نوموړي د دوحې د سولې خبرو دمې ته په اشاره لیکلي، د بین الافغاني مذاکراتو دواړه پلاوي باید د راتلونکې جنورۍ پر بنځمه نېټه خبرې بېرته پیل کړي.
غني: د سولې خبرو دویم پړاو دې افغانستان کې وشي

د عکس سرچینه، Arg
له بلې خوا افغان ولسمشر وايي، د افغان سولې خبرو دویم پړاو دې په افغانستان کې وشي.
د نوموړي ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر د افغانستان د ملي امنیت سلا کار د نظر ملاتړ کوي چې ویلي یې دي دا خبرې باید د دوحې په ځای افغانستان کې وشي.
حمدالله محب دا هم ویلي چې افغان حکومت ځای نه دی په نښه کړی او که طالبان افغانستان کې هر ځای وړاندیز وکړي افغان حکومت به په همغه ځای کې د خبرو اسانتیاوې برابرې کړي.
د ښاغلي محب دا خبرې له هغه وروسته وې چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ډلو د جنورۍ تر ۵ دې خبرو کې دمه اعلان کړه.





















