د افغانستان انځور په "تور باز" فلم کې؛ څومره واقعیت، څومره تخیل؟

د عکس سرچینه، Homayun Khan Shams
- Author, کریم حیدري
- دنده, د فلمونو او تیاتر شنونکی
- د خپرېدو وخت
کله چې واقعیت په هنري پنځونه کې انځور شي د ژوند ښکلا او بدرنګي په کې ځلېږي. د هنر زېږونکي خواري که پر ځای وي، درناوی یې کېږي او پنځونې ته یې مینه ورکول کېږي خو که په خپل کار کې پاتې راغلی وي د هنر مینه والو زړه ماتېږي.
په افغانستان کې د کیسو کمی نشته. ډېری دا کیسې څلوېښت کلنې جګړې زېږولي. د تورباز فلم کیسه هم د جګړه ځپلي افغانستان انځور دی چې لا هم د ترهګرۍ په خړ سېلاب کې لامبي او په دې تورتم کې ماشومان یا تنکي ځوانان قرباني کېږي.
د فلم کیسه پر څه راڅرخي؟
د هند پخوانی پوځي ډاکټر ناصرخان زړه نازړه له هندوستانه افغانستان ته راځي. کابل ته څېرمه د کډوالو په پنډغالي کې له یوې خیریه موسسې سره کار پیلوي. په دغه پنډغالي کې له پاکستانه راغلي کډوال او په کور د ننه بې ځایه شوي افغانان استوګن دي.
ناصرخان خپله مېرمن او زوی د کابل په یوه ځانمرګي برید کې پخوا له لاسه ورکړي دي. د هغې پېښې له کړاوه نه تل ځوریږي.
په پنډغالي کې ماشومان د کرېکټ لوبه کوي. ناصر خان د ماشومانو د لوبډلې روزونکی شي. د ماشومانو تر منځ په ستونزو خبرېږي.
په ماشومانو کې څو تنه د طالبانو تر څار لاندې دي. د جهاد او جنت تبلیغ ورته کوي او ځانمرګي بریدونو ته یې هڅوي. خو ناصرخان هغوی یوې مهمې لوبې ته چمتو کوي. یو هندی روزونکی ورته راولولي، او د یو شتمن زورواکه سړي مالي ملاتړ ورته تر لاسه کوي.
په فلم کې د کرېکټ او ترهګرۍ ترمنځ سیالي انځور شوې لکه د ښه او بد ترمنځ.
د فلم سیناریو ستونزې لري

د عکس سرچینه، Homayun Khan Shams
د فلم کیسه ډېره په زړه پورې ده. خو د فلم سناریو یا لیکنه کې ستونزې شته لکه دوهم ځل چې باید لیکل شوې وای. په سر کې یو تور باز له رمې پاتې شوی وری ښکاروي. دا پیاوړې سمبولیکه نښه هغه مهال بې خونده کېږي چې له همدې صحنې سره غبرګ طالبان راڅرګندېږي، غواړي ماشومان برمته کړي خو هغوی ترې تښتي.
ښه به دا وه چې سمبول یوازې کارول شوی وای. کرکټرونه په کیسه کې سم نه دي ځای شوي. که ناصرخان ته افغانستان ناوړه یادونه ورپه زړه کوي نو بیا ولې راځي؟
پښتانه ماشومان هزاره لوبغاړی پخپله ډله کې نه پرېږدي او کرکه ترې کوي. په افغاني ټولنه کې ښایي توکمېز چلن وي خو په دې کچه واقعیت نه لري. مالومېږي چې د سناریو لیکونکي د خالد حسیني له ناول نه الهام اخیستی. په ماشومانو کې یو څو کرکټرونه روښانه دي خو ترڅنګ یې د فرعي کرکټرونو وړانګې هغوی پیکه کړي.
د خیریه موسسې مشره د ناصرخان خواخوږې یوه بهر مېشته افغان مېرمن ده. د هغې کرکټر نور څه د ویلو لپاره نه لري.
د طالبانو مشر د نورو هندي فلمونو د منفي کرکټر په څېر یو اړخیز او وېرونکی نه دی. هغه خپله جګړه «جهاد» د حق بریا پر باطل بولي. بهرنیان او د هغوی افغان ملګري دواړه ورته کافر برېښي.
په دې لار کې د ماشومانو کارول د دین اړتیا ګڼي. ښایي ځینې ستونزې د اېډټ پر مهال هوارې شوی وای. ځینې صحنې چې تر اړتیا اوږدې دي پر ځای یې د کرکټرونو ودې ته کارول شوي وای.
د فلم لوبغاړي څوک دي؟

د عکس سرچینه، Homayun Khan Shams
د فلم اصلي کرکټر ناصرخان د بالېووډ سینما نامتو ستوري سنجې دت لوبولی. نوموړی تېر کال هم د پاني پت په فلم کې د احمدشاه بابا کرکټر لوبولی و.
څرګنده ده چې سنجې دت له افغانستان او افغانانو سره مینه لري. ښایي همدا لامل و چې په دې فلم کې د لوبېدو وړاندیز یې منلی.
سنجې دت په سینما کې نیژدې څلور لسیزې تجربه لري او پېژندل شوی لوبغاړی دی. په کار وه چې د دې فلم پر په زړه پورې خو خواره لیکل شوې کیسه یې فکر کړی وای. هندۍ ورځپاڼو دا فلم د سنجې دت په ګوتو شمار کمزورو فلمونو کې شمېرلی.

د عکس سرچینه، Homayun Khan Shams
په تورباز فلم کې دوه افغان لوبغاړي ببرک اکبري او همایون خان شمس هم څرګند شوي. همایون خان چې په یو شمېر هندي فلمونو کې لوبېدلی وایي په دې فلم کې د هغه ونډه تر ډېره د پردې تر شا وه.
فلم په قرغززستان کې جوړ شوی نو د صحنو لپاره د ځای ټاکلو، افغاني جامو، د ماشومانو شپږ میاشتنۍ روزنه او پښتو ډیالوګونو کې هغه مرسته ورسره کړې.
د فلم لپاره ټاکل شوي ځایونه د افغانستان جغرافیې ته ورته دي، لکه لوی سپېره غرونو او وچې دښتې. همایون خان وایي د فلم لپاره یې له کابل ښاره هم ویډیو اخیستې او په فلم کې کارول شوې ده.
د تورباز فلم جوړونکی یا ډاېریکټر ګیرش ملک له ۱۹۹۳م کال راهیسې د تمثیل او فلم جوړونې ډګر ته راوتلی دی. نوموړي تر دې مخکې د جال په نوم فلم جوړ کړی او یو شمېر فلمونو کې لوبېدلی هم دی. د فلم سناریو هم ښاغلي ملک له بهارتي جکهار سره په ګډه لیکلې.

د عکس سرچینه، Homayun Khan Shams
د افغانستان په اړه ګڼ شمېر فلم جوړونکو له بېلابېلو هېوادونو فلمونه جوړ کړي. بالېووډ هم یو شمېر فلمونه له تورباز مخکې جوړ کړي دی.
دهرماتما، خدا ګوا، کابل اېکسپرېس او پاني پت یې بېلګې دي. هرکلي ته یې د فلم مینوالو په ډېره لېوالتیا وردانګلي خو نه یې د افغانستان په اړه او نه هم په فلم تنده ماته شوې. لامل یې تر یو بریده ښایي په بل ملک کې د فلم جوړول وي.
خو اصلي ستونزه د افغاني ټولنې انځورول ده چې فلم جوړونکي پکې پاتې راځي. که هرڅومره خواري وکړي بیا هم نشي کولی چې د افغانستان پېچلې ټولنه، بېلابېلې پرګنۍ، د خلکو ذهني حالت څرنګه چې بویي په خوځنده انځور کې راولي.
ښایي افغانانو ته په کار وي چې په خپل لاس خپله ټولنه نړۍ ته وروپېژني.
که په افغانستان کې د فلم جوړونې وړتیا نه وي او یا د پانګونې ستونزې خنډ وي، کولی شي له نورو هېوادونو سره په ګډه فلمونه جوړ کړي او یا د سینما په برخه کې ځوانان د زدکړې لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.
همدا کار د کمونیزم پلوه حکومت په دوره کې کېده. پایله یې د افغانستان سینما لنډ مهال خو زرین پېر و.




















