بالیووډ ستوری سنجې دت وايي، پر سرطان اخته شوی

د عکس سرچینه، AFP
د هند فلمي ستوري سنجې دت تایید کړې چې پر سرطان اخته دی. په دې تړاو هندي رسنیو له تېرو څو اونیو راهیسې رپوټونه خپرول. په یوه انسټاګرام پیغام کې ۶۱ کلن دت ویلي، 'ژر به ناروغي ته ماتې ورکړم. '
سنجې دت په نژدې ۱۵۰ فلمونو کې تمثیل کړی او په وینا یې په راتلونکې نومبر میاشت کې د خپل نوي فلم ثبت ته چمتوالی کوي.
اګست میاشت کې نوموړي په ساه اخیستو کې ستونزه درلوده او د کوویډ - ۱۹ معاینه یې منفي وه.
په همدې اګست ګې چې د ممبۍ په مایاوتي روغتون کې د نوموړي پرلپسې معاینات کېدل، هندي رسنیو په خپلو رپوټونو کې وویل، چې د سږو پر سرطان اخته دی.
نوموړي هغه مهال ویلي و 'د روغتیايي معایناتو لپاره یوه دمه کوم. '
اوس په دوو بېلا بېلو پیغامونو کې سنجې دت او مېرمن یې مانایاتا د نوموړي له مینه والو غوښتي چې 'اندېښنه و نه کړي او اټکلونو پسې دې سر نه ګرځوي. '
په وروستۍ ویډیو کې چې نوموړي د سر وېښتو لپاره د خپل طراح یا ډیزاینر عالم حکیم په صالون کې ثبت کړې، دت کمره پر خپل مخ یوه داغ ته نیسي چې له کیڼې وروځې تر سر پورې غځېدلی او وايي:
'دا زما په ژوند کې یو تازه داغ دی، خو زه به ماتې ورکړم، زه به له دې سرطانه ژر ووځم. '
د دت فلمي سفر له لوړو، ژورو ډک و. نوموړی د بالیووډ له ډېرو عاید لرونکو ستورو یو بلل کېږي، خو ۲۰۱۳ کال کې یې کاري ژوند هغه مهال په ټپه ودرېد، چې د پنځه کاله زندان پوره کولو لپاره بندي شو.
نوموړی د ۱۹۹۳ کال ممبۍ چاودنو قضیه کې د وسلې ساتلو په تور زنداني شوی و. د ممبۍ هغو بریدونو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي وو او ۷۱۳ ټپیان ول.
په ۲۰۱۶ کال کې له زندانه تر وتلو وروسته نوموړي یو شمېر فلمونو کې تمثیل وکړ، چې ځینې یې خورا کامیاب ثابت شول.
د سنجې دت د خپل ژوند پر کیسه ثبت شوی فلم چې مخکښ رول پکې رنبیر کپور لوبولی و، ډېر کامیاب و. نوموړي په مرکو کې پر نشه د اخته کېدو خبرې هم برالا کړې.
دت ویلي، له نشې د خلاصون مبارزې نور پیاوړی کړی دی. په کورنۍ کې یې د سرطان له کبله دوې مړینې هم لیدلې.
۱۹۸۱ کال کې یې مور نرګس د معدې سرطان له کبله له هغه یوازې څو ورځې مخکې ومړه، چې نوموړی نوی بالیووډ ته راغی. مخکینۍ مېرمن یې ریچا شرما هم د دماغ سرطان له کبله مړه شوې.



















