څېړنه: ډېری افغانان غواړي چې اوربند د سولې په خبرو کې لومړیتوب ولري

سوله، افغانستان، طالبان
د عکس تشریح، په څېړنه کې ۷۰ سلنه ځواب ویونکو له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پراخو بدلونونو راوستل ردکړي دي.
    • Author, ابراهیم صافی
    • دنده, بی‌بی‌سی
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ یوه تازه څېړنه ښیي چې ډېر شمېر افغانان غواړي په دوحه کې دې د سولې په خبرو کې اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۰ سلنه ځواب ویونکو له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پراخو بدلونونو راوستل رد کړي دي.

په همدې حال کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي تایید کړې چې په هېواد کې اوربند د بین الاافغاني خبرو د اجنډا په سر کې ځای لري.

د افغانستان د جګړې او سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ په دې څېړنه کې له کابو اته زره شپږ سوه کسانو پر انلاین پوښتنې شوې دي.

په دې کې ۵۸ سلنه یې نارینه او ۴۲ یې ښځینه وو.

د څېړنې ډېری پوښتنې په افغانستان کې د جګړې او سولې اړوند وې.

د دغه انسټیټیوټ مسولین وايي ۷۵ سلنه خلکو په ځواب کې ویلي چې په دوحه کې د سولې خبرو پیل سره هم مهال په هېواد کې جګړو زور اخیستی.

ځواب ویوونکو ویلي افغان حکومت باید په دوحه کې د سولې خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړي بنسټ په درېیمه نظرپوښتنه کې له خلکو ۴۵ پوښتنې شوې دي.

د مطالعاتو د انسټیټیوټ چارواکو د څېړنو د رپوټ وړاندې کولو پر مهال وویل سره له دې چې ۵۷ سلنه خلک په دوحه کې د سولې اړوند مذکراتو په اړه مثبت نظر لري او ورته خوښ دي له نیمايي ډېرو کسانو بیا ویلي ''که د خبرو دغه لړۍ ناکامه شوه د تېر په څېر به تاوتریخوالی دوام وکړي. ''

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مرکچي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د دغه رپوټ د خپرېدو پر مهال ټېنګار وکړ چې د دوحې په خبرو کې اوربند د اجنډا سر کې ځای لري.

په خبرو کې د ښځو رول، په افغانستان کې د جګړې مشروعیت او د جګړو د قربانیانو حقوق د شویو څېړنو نورې موضوګانې وې.

سوله، افغانستان، طالبان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په خبرو کې د ښځو رول، په افغانستان کې د جګړې مشروعیت او د جګړو د قربانیانو حقوق د شویو څېړنو نورې موضوګانې وې.

د افغانستان د جګړې او سولې د مطالعاتو په څېړنه کې همدا راز نږدې نیمايي نظر ورکوونکو د سولې په برخه کې د ولسمشر غني رول مثبت یاد کړی او همدا راز ۵۳ سلنه خلکو ویلي که د سولې د هوکړې لپاره اړینه وي نو ولسمشر دې د واک پای ته رسېدو وړاندې لنډمهاله حکومت جوړ یا تر وخت مخکې ټاکنو ته اجازه ورکړي.

روسيې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته منفي رايه ور کړې

د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ يو پرېکړه ليک تاييد شو چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۳۰ يې د پرېکړه لیک په ملاتړ رايه وکاروله او روسيې بيا دغې پرېکړې ته منفي رايه ورکړه.

بله خوا پاکستان چين او بېلاروس د یاد پرېکړه لیک په اړه رایه نه ده کارولې.

په دغه پرېکړه ليک کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ ستاينه شوې او د طالبانو، القاعده او د اسلامي دولتې نومې ډلې د بريدونو د مخنيوي د هڅو ګړندي کولو غوښتنه شوې ده.

دغه پرېکړه ليک چې د افغانستان د وضعيت په نامه ياد شوی بېلابېلې مسلې لکه د سولې، پخلاينې، ډيموکراسۍ، د قانون حاکميت، ښې حکومتولۍ، بشري حقونو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او سیمه اييزه همکاري په کې ياد شوې دي.

دغه پرېکړه ليک د سولې په بهیر کې د پرمختګونو ستاينه کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه غندي.

بله خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د افغانستان د سولې په اړه د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړه ليک هرکلی کړی او دا يې "سوله اييز او ديموکراتيک افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د ژمنې يو بل ثابت او څرګند پيغام بللی دی".