امریکايي ځواکونو هلمند کې پر طالبانو هوايي برید ومانه، طالبانو دغه برید د دوحې له تړون "مکرره سرغړونه" بللې

د ویډیو تشریح، افغانستان: د سولې له هڅو سره هممهاله هوايي بریدونه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکايي ځواکونو ومنله چې هلمند کې یې پر طالبانو هوايي برید کړی دی. افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي "امریکايي ځواکونو د ډسمبر د ۳مې پر شپه د هلمند نادعلي کې پر طالب وسله والو چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو خلاف پر یرغلیزو عملیاتو بوخت وو - هوايي برید وکړ".

هغه زیاته کړې چې "دغه برید د امریکا او طالبانو د هوکړې مطابق شوی دی".

د امریکايي ځواکونو ویاند وايي دوی دغه برید کې د ملکي مرګژوبلې پر رپوټونه هم خبر دي او په دې اړه څېړنې کوي.

وړاندې طالبانو د امریکايي ځواکونو دغه برید د دوحې د هوکړې خلاف بللی و.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هلته هېڅ نظامي تحرکات موجود نه و، بلکې امریکايي الوتکو د طالبانو په یوه مرکز او ورسره نژدې ولسي کورونو بمبارۍ کړې دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، بهرنیو ځواکونو پرون د همدې ولایت پر نادعلي ولسوالۍ هوایي بریدونه کړي چې د القاعدې یو شمېر غړي هم پکې وژل شوي.

افغان حکومت وایي، دوی هم نن په دې ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي چې ۱۷ غړي یې وژل شوي دي.

طالبانو بیا د تلفاتو خبره رد کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت میوند قل اردو په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هلمند نادعلي ولسوالۍ اړوند د لوی باغ سیمه کې يې د طالبانو هغه ډله په نښه کړي چې د دوی په وینا پر امنیتي پوستو بریدونو ته چمتو کېده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل دا عملیات د طالبانو د تحرکاتو درولو په موخه شوي دي. خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي، دا بریدونه د هستوګنې پر سیمو شوي او دې ډلې ته پکې څه زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د هلمند د ولایتي شورا مشر عطالله افغان وايي، دوی ته داسې خبرونه هم رسېدلي چې په دغه برید کې له القاعدې سره تړلي کسان وژل شوي.

خو په دې اړه نورو رسمي سرچینو څه نه دي ويلي.

په تېرو څو اوونیو کې د طالبانو او حکومت تر منځ د مخامخ نښتو او تصفیوي عملیاتو راپورونه ورکول کېږي او وخت نا وخت پکې دواړو غاړو یو بل لوري ته د مرګ ژوبلې رسولو ادعا کړې.

ننګرهار کې د داعش ځایي مشر وژل شوی

له دې سره په ختیځ ننګرهار کې هم د امنیتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د دغه ولایت لپاره د داعش ډلې د سرپرست د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وایي، د ننګرهار لپاره د داعش ډلې والي چې د ده په وینا د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړولو کې یې ځانګړی مهارت درلود له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

زلمی خلیلزاد: بیا قطر ته ځم چې د سولې خبرو کې دواړو غاړو سره مرسته وکړم

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، یر ترکیه او قطر سربېره نورو هېوادونو ته هم ځي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا د سولې هڅو په لړ کې د سیمې په لور روان شوی او ترکیې ته رسېدلی دی.

د هغه دا منډې ترړې په داسې مهال دي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوي له نږدې دوه نیم میاشتني ځنډ وروسته د خبرو پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړه وکړه.

زلمي خلیلزاد دې هوکړې ته په اشاره خپل ټوېټ کې لیکلي، له انقرې وروسته بیا قطر ته ځي چې د سولې خبرو کې دواړو غاړو سره مرسته وکړي:

"بیا دوحې ته ورځم چې وګورم له دواړو غاړو سره پر کړنلاره د شوې تازه هوکړې پر بنسټ څنګه ګولی شو تر ټولو ښه مرسته وکړو چې د یوې سیاسي لار نقشې او تلپاتې هر اړخیز اوربند په لور چټک پرمختګ وشي."

زلمی خلیلزاد انکرې ته د سفر موخه هم د افغان سولې بهیر کې د ترکیې د مرستې خپلول بولي او زیاتوي، د دې بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره سیمه کې نور سفرونه هم لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د کاري کمېټې دندې

په دا مهال د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو د خبرو د ایجنډا لپاره پر یوه کاري کمېټه هوکړه کړې ده.

دوحه کې یوه باوري سرچینه له بي بي سي سره خبرو کې وايي، ټاکلې ده له مرکچي ډلو دا کاري کمېټه جوړه شي چې له پنځو تر لسو غړي به لري.

د افغان حکومت د مرکچي ډلې ویاند نادر نادري هم وايي، د سولې د خبرو ایجنډا دا کمېټه به د شنبې په ورځ کار پیل کړي.

"د ایجنډا پر جزیاتو او سرلیکونو به بحث وکړي او یوه مسوده به د ایجنډا سره ترتیب کړي. "

د نوموړي په خبره، د سولې خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مهم ټکی اوربند دی چې د ده په وینا دا د افغانانو مهمه غوښتنه ده او هرو مرو بحث پرې کېږي.

د خبرو پر کړنلاره بحث نږدې دوه نیمې میاشت وخت ونیو او ښکېلو لورو یې د ځنډ پړه پر یو بل اچوله.

له نږدې دوه نیمې میاشتې ځنډ وروسته د حکومت او طالبانو پلاوی د خبرو پر چلنلار هوکړې ته ورسېد.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له نږدې دوه نیمې میاشتې ځنډ وروسته د حکومت او طالبانو پلاوی د خبرو پر چلنلار هوکړې ته ورسېد.

اوس چې خبرې یو بل پړاو ته ننوځي او د خبرو پر ایجنډا کار پیلېږي، نو څارونکي انګېري، چې دا بهیر به هم د ځنډ ښکار وي. افغان حکومت ته لومړیتوب اوربند دی او د افغان ولس غوښتنه یې بولي، خو طالبان وايي، لومړیتوب باید د جګړې د لاملونو لرې کول وي.

د دواړو غاړو لومړیتوبونو توپیر ته په کتو به دا ویل ګران وي چې پر ایجنډا خبرې به کله پای ته رسېږي.