دفاع وزارت: 'د طالبانو ماین اېښودونکې ډله' مو نیولې؛ طالبان: دا زموږ کسان نه دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دفاع وزارت په خبره دې څلورو کسانو کابل کې په حکومتي ګاډو کې چسپکي ماینونه نشلول او هدفي بریدونو کې یې رول درلود. (عکس پخوانی دی)
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت ریاست پلازمېنه کابل کې هغه ترهګره ډله نیولې چې نښلېدونکي یا چسپکي ماینونه یې اېښودل.

ښاغلی صالح چې د لنډ وخت لپاره د کابل امنیت مسئول ګومارل شوی، خپله فیسبوکپاڼه کې د ورځنیو ناستو رپوټونه خپروي.

نوموړي نن د ډیسمبر پر لومړۍ نېټه لیکلي: "نیول شویو کسانو وروستیو میاشتو کې د شلو حکومتي کارمنانو وژل هم منلي دي."

د وسلوالو طالبانو ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت دا خبره رد کړې چې د دې ډلې څلور وسلوال یې نیولي دي. نوموړی وايي، "موږ یاد پروپاګند ردوو. دا یو هم زموږ اړوند کس نه دی او نه زموږ څوک په کابل کې نیول شوي دي."

د دفاع وزارت په خبره دې څلورو کسانو کابل کې په حکومتي ګاډو کې چسپکي ماینونه نښلول او هدفي بریدونو کې یې رول درلود.

ښاغلی صالح د سولې بهیر درشل کې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشيولو ته په اشاره وايي، دا ګام د دې ډلې کسانو کې د دې ذهنیت سبب شو چې جنایت سزا نه لري.

امرالله صالح ټینګار کوي چې دا نیولي کسان به د ولسمشر په غوښتنه ښکاره محاکمه شي.

د قطر مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر خبرو پیلېدو راهیسې افغانستان په تېره کابل کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو او افغان حکومت خبرې د سپټمبر له ۱۲ دوحه کې پیل شوې، خو لا هم پکې ښکاره پرمختګ نشته.

قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم درې ورځې مخکې وویل، د دواړو لورو تماس ډلو د خبرو چلنلار یا طرزالعمل بشپړ کړی دی.

خو هغه مهال افغان حکومت وویل، دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

له دې پرمختیا وروسته د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینې سرچینو له خولې وویل، سره له دې چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي پر چلنلار هوکړې ته رسېدلي، خو افغان ولسمشر اجازه نه ده ورکړی چې حکومتي لوری په دې چلنلار هوکړه وکړي او دا بهیر پرمختګ وکړي.

نیویارک ټایمز ته د افغان حکومت غبرګون

صدیق صدیقي

د عکس سرچینه، @GMICafghanistan

د عکس تشریح، ښاغلی صدیقي وايي، ددغه لارښود ځینې برخې لا نور وضاحت ته اړتیا لري.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز دا رپوټ رد کړ او ویې ویل:"ولسمشر غني تل د سولې برخه کې د پرمختګ هڅې کړې دي، د پنځو زرو طالب بندیانو خوشيولو لپاره یې زړور ګام پورته کړ، خو له بده مرغه دغه ښه نیت ته طالبانو مثبت ځواب ونه وایه."

ښاغلی صدیقي اعلامیه کې زیاتوي چې افغان پلاوی او طالبان د چلنلار پر ۲۱ مادو سلا شوي، خو پر سریزه یا مقدمه لا هم خبرې سره کوي.

که څه هم نوموړی په دې تړاو څه نه وايي، خو د نیویارک ټایمز رپوټ کې د درې افغان چارواکو له خولې ویل شوي، ولسمشر غني ټینګار کوي چې دې چلنلار کې افغان حکومت د نورو نومونو په ځای "د افغانستان اسلامي جمهوریت" وبلل شي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې دا هغه څه دي چې تېر کې هم ور سره خبرې ځنډېدلې دي.

ناټو: له افغانستان وتل د سولې خبرو پرمختګ پورې تړلي

ین ستولتنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ین ستولتنبرګ زیاتوي، ناټو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې پر ۲۰۲۱ کال له افغانستان ووځي او دا وتل به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ پورې تړلي وي.

په دا مهال د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ یو ځل بیا وویل، د دغه تړون د غړو هېوادونو ځواکونه باید له افغانستان په نږدې همغږۍ ووځي.

نوموړي له بي بي سي سره مرکه کې زیاته کړه، له افغانستان د ټولو ځواکونو د اېستلو په هکله پرېکړه به د ناټو غړي په ګډه او همغږۍ کوي.

ین ستولتنبرګ زیاتوي، ناټو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې پر ۲۰۲۱ کال له افغانستان ووځي او دا وتل به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ پورې تړلي وي.

"موږ تل وایو چې افغانستان ته ګډ تللي یو او اړتیا ده چې په مناسب وخت ګډ ووځو."

د هغه دا خبرې له هغه وروسته دي چې ولسمشر ټرمپ وايي، د دغه هېواد سرتېري به افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ تر ۱۵ تر دوه نیم زرو کم شي.