امریکا د افغان حکومت له خوا د اداري فساد ضد نوي کمیسیون د جوړولو هرکلی وکړ

افغانستان کې اداري فساد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوي کمیسیون پنځه غړي لري او ویل شوي چې د هڅو ډېره برخه به یې د لوړ پوړو چارواکو له خوا پر کېدونکي فساد متمرکزه وي
د خپرېدو وخت

د امریکا متحده ایالتونو د افغان حکومت له خوا د اداري فساد ضد د یوه نوي کمیسیون د جوړولو هر کلی کړی او د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي د پياوړو بنسټونو رامنځته کول له فساد سره مبارز کې ګټور ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر بیان کې ټېنګار کړی چې افغانان د دې مستحق دي چې دا نوښتونه په پياوړې او همغږې بڼه عملي شي هغه څه چې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د سولې او پرمختګ لپاره اړین دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې د دې کمیسیون د رامنځته کولو اعلان وکړ.

ښاغلي غني وویل دا کمیسیون پنځه غړي لري چې دوه یې مېرمنې دي.

افغان ولسمشر په یوه فرمان کې همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دې کمېسیون دغړو په توګه منظور کړي دي.

د دې نوي کمیسیون غړو ته دنده سپارل شوې چې د نافذه تقنیني اسنادو په رڼا کې خپلې دندې، صلاحیتونه او مشخص کاري پروګرام له ټاکلي وخت سره سم تنظیم او عملي کړي.

ښاغلي غني د دې کمېسیون په اړه ویلي چې "د اړتیا وړ ټول منابع او واکونه به دې کمېسیون ته انتقال شي او هیله ده چې فساد سره د مبارزې په لاره کې د فعال بنسټ په توګه عمل وکړي".

اداري فساد نوی کمسیون

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د نوي کمیسیوند اعلان پرمهال ښاغلي غني وویل نوی کمیسیون به حکومت او ملي شورا ته ځواب ویونکی وي

نوموړي ټېنګار کړی چې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي پیاوړې کېږي او "ډېر تمرکز به د لوړپوړو چارواکو لخوا کېدونکي فساد سره د مبارزې په اړه وي".

خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ بیا وايي، دغه کمېسیون نه شي کولی د فساد پر وړاندې ګټوره مبارزه وکړي.

د یاد بنسټ مشر سید اکرم افضلي بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې حکومت دغه کمېسیون له فساد سره د مبارزې لپاره نه، بلکې د لنډمهالو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره جوړ کړی دی.

"دا یو ضعیف، سیاسي او غیر خپلواک کمیسیون دی چې متاسفانه له فساد سره د مبارزې په لاره کې لکه څنګه چې لازمه ده هغسې کارونه به ترسره نه کړي".

نوموړی وايی چې حکومت دې برخه کې د قانون خلاف عمل کړی ځکه دده په وینا د مدني ټولنې منتخب استازي یې لرې کړي او حکومت پور تړلي کسان یې ددې کمېسیون د غړو په توګه ګومارلي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي و، له فساد سره د افغان حکومت مبارزه ګټوره نه ده او تر ډېره یې اصلاحات او مبارزه د غونډو په جوړولو او د کاغذ پر مخ د قواعدو پر لیکلو ور ټول دي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې له فساد سره د مبارزې د ګڼو تشکیلاتو او ادارو شاهد و او حکومت وايي چې فعالیت یې ګټور وو، خو افغانستان کې لا هم اداري فساد یوه لویه ستونزه ده چې تل یې په اړه شکایت کیږي.