غور کې موټر بم برید "۱۳ ولسي وګړي وژلي او ۱۱۹ یې ژوبل کړي"

د عکس سرچینه، Hassan Hakimi
د افغانستان د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي د غور مرکز فیروزکوه کې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم برید کې "۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپیان دي". تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي ترهګرو د غور امنیه قوماندانۍ قراول ته نږدې او د ښځو او معلولینو او شهیدانو چارو ریاستونو مخې ته له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دې برید پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچولې او وایي، یادې ډلې دې برید کې بېګناه افغانان وژلي. خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د غور د ولایتي روغتون مشر ډاکټر عمر لالزاد بي بي سي ته وویل، ۱۳ وژل شوي کسان ټول ملکیان دي او په ۱۱۹ ټپیانو کې یوازې ۲۶ امنیتي منسوبین او پاتې نور ټول ملکي خلک دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ۱۸ کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښایي د قربانیانو شمېر نور هم ډېر شي.
د غور امنیه قوماندان وحیدالله نظامي رسنیو ته ویلي چې دې چاودونه کې د امنیه قوماندانۍ یو شمېر منسوبین سطحي ټپیان شوي او ودانۍ مالي زیان اوښتی دی.
خو هغه د دې برید له امله د پولیسو په لیکو کې د ټپیانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.
درنې چاودنې ټوله سیمه ولړزوله

د غور د والي ویاند عارف عابر بي بي سي ته وویل چې دې چاودنې د مرګ ژوبلې ترڅنګ پراخ مالي زیان هم اړولی دی.
په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په ټولنیزو شبکو کې هم خپاره شوي لیدل کېږي چې تر اوږده واټنه ګڼ شمېېر دوکانونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي.
یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو هم بي بي سي ته ویلي چې د غور مرکز فېروزکوه نن د یوه ناورین شاهده وه.
د سیمې یو دوکاندر چې د برید له ځایه دوه کیلومتره لېرې دوکان لري بي بي سي ته وویل: "مالي زیان خو زیات اوښتی. د ټولو دوکانونو دروازې او ښیښې ماتې شوې دي. ملکي خلک ډېر ووژل شول. ټپیان یې ولېږدول. په ښار کې وضعیت ډېر خراب دی. ډېر دوکانونه او ودانۍ وېجاړې شوې دي ".
سیمه ییز چارواکي وایي، په ټپیانو کې ښایي یو یا دوه کسان داسې وي چې کابل ته یې د لېږدولو اړتیا وي، خو د نورو ټپیانو درملنه په ولایت کې کېدلی شي.
دې برید ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Hassan Hakimi
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دا موټر بم چاودنه "د طالبانو له خوا پلان شوی "برید بللی او پر فیسبوک پاڼه یې یوه بیان کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت فیروزکوه ته درمل رسولي او د ولسمشر د حکم له مخې به سخت ټپیان هرات او کابل ته ولېږدول شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، طالبانو په دې "وحشیانه برید " سره وښوده چې جګړه غواړي او د سولې لپاره یې د میلیونونو افغانانو هیلو ته ګواښ پېښ کړ.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غور برید ته په غبرګون کې ویلي، په هېواد کې روان تاوتریخوالی وېروونکی، د نه منلو، غیر انساني او غیر اسلامي دی.
یاد کمېسیون په عاجله توګه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په فیروزکوه کې نننی موټر بم برید غندلی او دا یې له افغانانو سره ښکاره دښمني بللې ده.
ښاغلي کرزي ویلي دا برید د سولې بهیر د کمزوري کمولو په موخه شوی دی.





















