ولې طالبانو په غور کې خره وژلي؟

خرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دې پېښې په خواله رسنیو کې هم د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د خپرېدو وخت

د غور ولایت چارواکي وايي د دې ولایت د چهارصدې ولسوالۍ د منګ اړوند یوه سیمه کې وسله والو طالبانو څلور خره په ډزو وژلي دي.

د دې ولایت ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، پنځه ورځې وړاندې د (سلواغې په ۱۰مه) یوې مېرمنې د منګ له سیمې څلور خره په خوراکي توکو بار کړي وو او له هغه سیمې یې تېرول چې خپلوانو کره لاړه شي، خو دا چې یاده سیمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وه، دده په ټکو طالبانو په دې تور چې دا خوراکي توکي یې پولیسو ته وړل دا خره په ډزو وژلي دي.

نوموړی وايي، له دې مېرمنې سره د هغې دوه زامن هم وو چې یو ۱۰ کلن او بل یې ۱۲ کلن او دواړه د طالبانو په بند کې دي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي په دې سیمه کې سیمه ییزو پولیسو خپلو پوستو ته اکمالات کول چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي او کیدای شي خره یې هم وژل شوي وي.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوه سیمه ییز پولیس یې ژوندي نیولي دي.

دې پېښې په خواله رسنیو کې هم د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي چې ځینو حیرانتیا او ځینو یې خپګان ښوولی دی.

په ۲۰۱۳ کال کې هم وسله والو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر یوه خره چاودېدونکي توکي بار او د پولاد په نوم یوې پوځي اډې ته څېرمه یې الوځولي وو، چې ځانې زیان یې نه درلود.