کابل کې پولیس د لاس ګاډو او ښاري ګاډو د څښتنانو مشخصات ثبتوي

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې د جنايي او امنیتي پېښو له ډېرېدو وروسته چارواکي وايي، په لارو او بازارونو کې د ګرځند پلورنځیو یا لاس ګاډو او ښاري وسایطو د څښتنانو بایو میټریک معلومات راټولوي او ثبتوي.
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د کراچیو یا لاس ګاډو څښتنان او یا هغه کسان چې د سړکونو غاړو ته بېلا بېل توکي پلوري، یا ښاري او لیني موټر چلوي په هغو کسانو کې شامل دي، چې شخصي بایو مېټریک معلومات به یې ټولوي.
د امنیه قومندانۍ په وینا دا ګام یې د امنیتي او جنایي پېښو د کمولو لپاره پورته کړی دی.
د کابل امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت په دې اړه کابل کې د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل:
''د افغان ولسمشرپر لومړي مرستیال محترم امرالله صالح ترهګریزه پېښه د همدې کراچۍ له کبله شوې وه او دښمن تل له دې نه ناوړه ګټه اخلي. دغه راز په ډېرو ناحیو کې موږ د چسپکي او مقناطیسي ماینونو شاهدان یو. موږ غواړو د سروې له لارې هغه مستحق کسان معلوم کړو، چې رښتیا د خپلو اولادونو او کورنیو د حلالې نقې لپاره دې کراچیو ته اړتیا لري.''
ښاغلی همت وايي، د کراچیوالو ثبت او راجستر تر څنګ به ښاري ټیکسي ګاډي او دغه راز له کابله ولایتونو ته د سپرلۍ ګاډو مشخصات هم ثبت او راجستر کېږي.
نوموړی وايي، دغه پروسه به دوام کوي او د افغانستان نورو ښارونو ته به هم غځول کېږي. ښاغلی همت هیله من دی، چې دې سره به په ښار کې د جرمونو کچه ټیټه شي.

د عکس سرچینه، Ministry of Interior
تېره اونۍ په پلازمېنه کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې د وسله والو غلاوو او جرمونو له ډېرېدو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر وکړ چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لسمه رسنیو ته یوه ویډیو واستوله، چې د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي له پولیسو سره خبرې کوي او ورته وايي چې مجرمان باید وټکول شي او په ښار کې يې د ازاد تګ راتګ مخه ونیول شي.
ښاغلی اندرابي د ویډيو په یوه برخه کې پولیسو ته سپارښتنه کوي چې غله په ډزو وولي، 'کله چې مجرم سره مخ کېږئ نو ويې ولئ. په اصولو خو پوهېږئ کنه، په پښو يې وولئ. که څوک دعوه کوي نو د کورنیو چارو وزارت سره دې يې وکړي'.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو او غلاوو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي او په ترڅ کې يې په ځانګړي ډول په کابل کې پر خواله رسنیو د "کابل امن نه دی" په نوم کمپاین هم پیل شوی دی.




















