صالح: امنیتي تړون د ولس او حکومت نښلول دي

کابل
د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي تړون بېل او نوی جوړښت نه دی او نه هم د دې تړون له مخې په امنیتي ادارو کې له بهر څوک منل کېږي.

د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته دي چې د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د اوړي له رخصتیو وروسته په لومړۍ عمومي غونډه کې د حکومت په تازه پيل شوي امنیتي تړون نیوکې وکړې او دا یې د حکومت له لوري د "ملېشو جوړول" وباله.

خو امرالله صالح د ولسي جرګې په غبرګون کې وايي: "لکه د امنیتي تړون له نوم چې ښکاري جنایتکارو او ترهګرو په مقابل کې د حکومت او ولس د ټول ځواک د برابرولو لپاره له دولتي ادارو سره د کوچنيو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري جوړښتونو د نښلول یو فکر او تړون دی."

ولسي جرګې پرونۍ غونډه کې دا هم وویل، چې په کابل کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیتي تړون په پيل سره د کابل ښار په ګډون زیات شمېر سیمو کې د جنايي جرمنو کچه ټیټه شوې ده.

امرالله صالح دا هم وايي، چې د دې تړون له برکت کابل کې داسې نږدې دوه زره مجرمان پېژندل شوي چې خلکو پېژندل، خو له پولیسو سره یې دوسیه نه وه:

"دا چې دې ورځو کې د باجګیرو او سړک کې د ځوروونکو تګ کم شوی دی، برکت یې همدا پلان دی."

ولسي جرګه د امنیتي تړون په نوم دا پلان د ملېشو جوړول بولي.

د عکس سرچینه، WJ

د عکس تشریح، ولسي جرګه د امنیتي تړون په نوم دا پلان د ملېشو جوړول بولي.

د امنيتي تړون پروګرام چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی د حکومت له خوا یې موخه د امنیت په ټینګښت کې د خلکو ونډه ښودل شوې ده، خو یو شمېر وکیلانو امنیتي تړون د نا معلومو کسانو په وسلو سمبالول وبلل.

امنیتي تړون د نیوکګرو تر څنګ پلویان هم لري، هغوی چې د دغه پروګرام پلویان دي وايي امنیتي ځواکونه ټولو برخو ته رسېدنه نه شي کولي او خلک باید له دې لارې د ځان د ساتنې تر څنګ د امنیتي ځواکونو ملا وتړي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وروستیو نا امنیو او په لویو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې د جنايي جرمنو زیاتېدو ته په کتو وویل د امنیتي سکتور مسولان او د ملي امنیت شورا سلاکار باید ولسي جرګې ته ورشي تر څو د دغه ګونګ پروګرام په اړه وضاحت ورکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا نن په یوه خبري کنفرانس کې د ملیشو جوړونه رد کړه او وې ویل د امنیتي تړون په جوړونې سره کابل کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې ده.

د چارواکو په خبره امنیتي تړون هغه پروګرام دی چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې خلک له پولیسو سره په رضاکاره توګه ژمنتیا ته را بولي او د مجرمینو په پيژنده کې له پولیسو سره مرسته کوي.

د ولسي جرګې مشر له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د دې پلان د ګونګتیا په هکله جرګه کې سپیناوی وکړي.

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMAN

د عکس تشریح، د ولسي جرګې مشر له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د دې پلان د ګونګتیا په هکله جرګه کې سپیناوی وکړي.

د دغه پروګرام پر بنسټ پر دې سربیره چې پولیس په ښکاره ډول ګزمې کوي، په پټ ډول هم دا چاره پر مخ وړي.

ښاغلی ارین وايي د دغه پروګرام په چوکاټ کې تر دې دمه د کابل ښار له اوسېدونکو سره پنځه سوه قرادادونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان په لویو ښارونو په ځانکړي ډول پلازمینې کابل کې په وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو د زیاتېدو له امله شکایتونه ډېر شوي دي.

د وسلو پر مټ انسان تښتونه، د کورونو، موټرو او موبایلونو غلاوې هغه ویره ده چې د کابل کابو شپږ میلیونه ښاریانو کې یې ویره خپره کړې ده.