د علي پور وسلوالو میدان وردګ کې "ملي پولیس وهلي او وسلې یې ترې وړې" دي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE
د افغانستان د پلازمېنې کابل ګاونډ ته په میدان وردګ کې ځايي چارواکي دعوه کوي چې د نامسوول قومندان علي پور وسلوالو د دغه و لایت په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو برید کړی دی.
د میدان وردګ د پولیسو ویاند حاجي محمد بي بي سي ته وویل، دې وسلوالو په برید کې دوه ملي پولیس ټپیان کړي او یو یې له ځان سره وړي دي.
د هغه په خبره، دا برید له هغه وروسته وشو چې امنیتي ځواکونو د قومندان علي پور څو وسلوال ونیول:
د بهسود ولسوالۍ په دویمه حصه کې د علي پور نامسوولو وسلوالو د ملي پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي. دوه پولیس ټپاین شوي، لس پوليس یې وهلي ډبولي او یو یې له ځان سره وړی دی.
نوموړی زیاتوي، دې وسلوالو د پولیسو یو هاموې ټانک، لس میله وسله او یو اېم شپاړس ټوپک، دوه نارنجک هم وړي دي.
دی وايي، ځايي چارواکو بیا بیا دا مسله له مرکزي حکومت سره شریکه کړې چې دا مسوول وسلوال دولتي چوکاټ کې تنظیم کړي یا دې مسلې ته قانوني حل لار پیدا کړي.
حاجي محمد وايي، ځايي مخورو ژمنه کړې چې حکومتي سرتېري او تجهیزات به له علي پور بېرته حکومت ته سپاري.
محمد حسین توانا- چې ځان د علي پور نامسوولو وسلوالو ویاند بولي- له بي بي سي سره خبرو کې دا دسیسه بولي او وايي، افغان حکومت د دوی د د کمزورتیا لپاره دا کار کړی دی.
افغان حکومت علي پور او ډله یې نامسوول وسلوال بولي او د کورنیو چارو وزارت وايي، د وروستۍ پېښې په هکله څېړنې کوي.
افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۲۵ علي پور د کابل ښار اتلسمه حوزه کې په دې ونیو چې د دوی په خبره، د ولسي وګړو پر ربړونه تورن دی.
د نوموړی تر نیول کېدو څو ګړۍ وروسته د کابل په دشت برچي کې مظاهرې پیل شوې او په تاوتریخوالي واوښتې.
دې مظاهرو کې ۲۳ پولیس او ځینې مظاهره چیان ټپیان شول.
وروسته د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې نوموړی د قومي مشرانو په منځګړتوب علي پور له ځینې ژمنو سره خوشی شو.
د هغه لیکلې ژمنه کې دا هم راغلي چې خپلې وسلې او تجهیزات دولت ته وسپاري یا یې ثبت کړي.
علي پور څوک دی؟

د عکس سرچینه، FB, ROHULLAH ALIZAI
علي پور چې په شمشېر مشهور دی، نږدې پنځه کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و .
وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې هم وسلواله ډله جوړه کړې وه.
نوموړی په دغه ولایت کې د ولسي خلکو په ځورولو تورن شو.
غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و.
ویل کېږي، علي پور د وحدت ګوند سره تړاو لري.
غور کې د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې هم د وحدت ګوند مشر محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات غندلي وو.
هغه مهال هم د علي پور په ملاتړ په غور او د بامیان په یو شمېرو سیمو کې مظاهرې شوې وي.
د تېرې میلادي میاشتې وروستیو کې هم خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې ښودل یې د نوموړي وسلوالو دغه ولایت کې څو کوچیان وهلي دي.




















