د کابینې پرېکړه: پوهنتونونه به له چارشنبې پرانیستل کېږي، خو ښوونځي به لا تړلي وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د کورونا وېروس د لا خپرېدو له وېرې د پوهنتونونو او ښوونځيو له نژدې څلور مياشتو تړل کېدو وروسته بلاخره د افغانستان حکومت کابینې پرېکړه کړې چې د روغتيايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه پرانیستل کېږي.
بل لور ته د ولسمشر وياند صدیق صدیقي وايي د معارف وزارت هغه طرحه چې د ښونځیو لپاره یې جوړه کړې وه کابینې رد کړې:
"نن پرېکړه وشوه چې پوهنې وزارت دې د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لپاره نوې طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي چې د هغې طرحې په رڼا کې پرېکړه وشي، نو د دې مانا دا ده چې سبا به ښوونځي نه پرانیستل کېږي او ګورو به چې د کابینې د راتلونکې غونډې پرېکړه به څه وي، خو د پوهنتونونو په اړه پرېکړه وشوه او د لوړو زده کړو وزارت د وړاندې کړې طرحې له مخې به پوهنتونونه سر له سبا پرانیستل شي."
د لوړو زده کړو وزارت وايي د دغه وزارت د طرحې له مخې به په تودو سیمو کې څلور اونۍ او په سړو سیمو کې اته اونۍ تشديدي درسونه دوام ولري.
د دغه وزارت ویاند حنیف فرزان وايي، په پام کې ده چې سر له سبا چارشنبې ورځې د لوړو زدکړو ټول خصوصي او دولتي بنسټونه د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنو ته په پام سره بېرته پرانیستل شي.
د یاد وزارت د طرحې له مخې به د هېواد په ګرمو سیمو کې تر څلورو میاشتو او سړو سیمو کې تر اتو میاشتو حضوري او تشدیدي ټولګي او سیمستر دوام ومومي.

د عامې روغتیا وزارت دریځ
بل خوا، داسې ښکاري چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یو ځلي د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د بنسټونو له پرانیستل کېدو سره موافق نه دی.
د دغه وزارت وياند اکمل سمسور وايي، دغه وزارت په تدریجي ډول د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیلېدو وړاندیز کوي.
له دې وړاندې د افغانستان کابینې فیصله کړې وه چې پوهنتونونه او ښوونځي دې د زمري پر ۱۵ په دغه شرط پرانیستل شي چې د کوویډ-۱۹ رنځ د لا خپرېدو بهیر چټک نشي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس په افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له شلو تر دېرش سلنې دي.
دغه وزارت وايي، که څه هم له اختر وړاندې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د بیا ډېرېدو وېره ښودلې وه، خو اوس وايي له اختر د مخکې ورځو پر تله کوم توپیر نه دی راغلی.
له دې سره هممهاله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وياند وايي تر دوو راتلونکو اونیو پورې به مشخصه شي چې آیا د اختر په ورځو کې روغتيايي تدابیرو ته نه پاملرنه د کوویډ-۱۹ رنځ د څومره ډېروالي لامل شوې.
د دغه وزارت له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کوویډ-۱۹له امله کومه مړینه نه ده ثبت شوې او یوازې ۳۶ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي.




















