کورونا په افغانستان کې: کاري وختونو کې بدلون او بې نندراچیانو د کرېکټ لوبو پیلولو طرح منل شوې

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

له کورونا وېروس سره د مبارزې کمېتې په حکومتي ادارو کې د کار وختونو د بدلون طرحه تایید کړه. د دغې طرحې له مخې ټاکل شوې دولتي کارکوونکي دوه شفټونو کې د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو په جفتو او تاقو ورځو کې کار وکړي.

د دغې کمېټې په ناسته کې چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشري ترسره شوې پرېکړه شوې چې خصوصي او دولتي ښوونځي او پوهنتونونه به د زمري یا اسد تر ۱۵ نېټې رخصت وي او د روغتیا وزارت د یوې سروې پایلو پر بنسټ به یې په تدریجي ډول د پرانیستلو په اړه پرېکړه کېږي.

په دغې کور په کور سروې کې د روغتیا وزارت کارکوونکي د وینې آزموینې له لارې په کویډ - ۱۹ ناروغي د اخته کسانو کره شمېرې معلومولو په لټه کې دي.

په پام کې ده، د دغې سروې پایلې راتلونکې اوونۍ د کابینې غونډې ته وړاندې شي. په دغې غونډې کې د کرېکټ لوبو بیا پیلېدو طرحه هم منل شوې، چې د لوبې نندارچیان به پکې نه وي.

بل لور ته د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۷۲ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې څلرویشتو ساعتونو وخت کې په دا وروستیو اونیو کې تر ټولو ټیټ شمېر بلل کېږي.

ویل کېږي دغه ناروغان د ۳۹۵ داسې کسانو له معاینې وروسته ثبت شوي، چې ګومان کېده پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

وغتیايي چارواکي وايي، په همدې ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۲۳ کسان مړه شوي دي او ۲۵۳ کسان بېرته رغېدلي دي. ډېری نوي ناروغان په کابل کې ثبت شوي او د هرات په هکله ویل کېږي، چې کومه معاینه پکې نه ده شوې. په افغانستان کې د کورونا وېروس ټولټال ناروغانو شمېر نژدې ۳۴ زره او څلور سوه کسانو ته رسېږي.