د افغانستان د پارلمان ۲۳ غړي کورونا نیولي، د پرېکړې لپاره یې نصاب نیمګړی دی

.

د عکس سرچینه، WJ

د عکس تشریح، د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي هم بي بي سي ته منلې چې د دې جرګې ۱۵ غړي کورونا وېروس لري چې ښايي دا شمېر تر دې هم ډېر وي.
د خپرېدو وخت

د ولسي جرګې ۱۵ غړي او د مشرانو جرګې ۸ غړي په کورونا وېروس اخته دي.

د دواړو جرګو اداري پلاوی وايي، د کورونا وېروس له امله د ناروغو غړو ناسوبتیا غونډې ځنډولې دي او په وروستیو اونیو کې د جرګو نصاب نه دی بشپړ شوی.

ځینو وکیلانو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سختې ورځې تېرې کړې دي، خو ځینې نور لاهم په قرنطین کې دي او پارلمان ته لا نه دي ستانه شوي.

د مشرانو جرګې د درالانشاء مشر مولوي عبدالله قرلق بي بي سي ته ویلي، د یادې جرګې اته غړي په کورونا اخته شوي. نوموړی وايي یاد سناتوران له جرګې بهر دې ناروغۍ نیولي.

ښاغلي قرلق د ناروغو سناتورانو نومونه هم په ډاګه کړي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي هم بي بي سي ته منلې چې د دې جرګې ۱۵ غړي کورونا وېروس لري چې ښايي دا شمېر تر دې هم ډېر وي.

Banner

ښاغلي کټوازي د ناروغو وکیلانو نومونه ونه ښودل، خو وړاندې د دغې جرګې د ځینو هغو وکیلانو نومونه اعلان شوي وو چې په کورونا وېروس اخته شوي.

نوموړی وايي، د وکیلانو د ناسوبتیا له امله د جرګې په غونډو او فعالیت کې نیمګړتیاوې رامنځ ته شوې، له همدې امله د کمیسیونونو او عمومي غونډو کې له ګډونه وېرېږي او د ځینو مسلو پر سر د جرګې قانوني نصاب نه پوره کېږي.

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز وايي، دا چې د وکیلانو د درملنې لپاره روغتیايي او خوندي چاپېریال نه شته، نو ډېر کم وکیلان غونډو ته حاضرېږي.

افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په هېواد کې ۳۲۶۷۲ کسان په کورونا وېروس اخته شوي او ۸۲۶ ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره، د تېرې ثور/غوايي میاشتې پر لسمه ولسي جرګې د دې جرګې د قرنطین کولو پرېکړه وکړه او د کمېسیونونو غونډې یې هم جوړې نه شوې.

اوسمهال د ولسي جرګې غړي اونۍ کې یوازې یو ځل (د چارشنبې په ورځ) عمومي غونډه کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په هېواد کې ۳۲۶۷۲ کسان په کورونا وېروس اخته شوي او ۸۲۶ ترې مړه شوي دي.