د کورونا له امله قرنطین؛ په نړۍ کې خلک روژه څنګه لمانځي؟

د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې یو سړی لمونځ کوي په داسې حال کې چې هېواد کې یې قرنطین روان دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې یو سړی لمونځ کوي په داسې حال کې چې هېواد کې یې قرنطین روان دی.
د خپرېدو وخت
Presentational white space

د نړۍ میلیونونه مسلمانان د روژې مبارکه میاشت په بېلابېلو ډولونو لمانځي، ځکه د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ځینې هېوادونو یو څه بندیزونه لګولي چې له امله یې جوماتونه هم تړل شوي او همداراز یې پر غونډو هم بندیزونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو عشاریه اته بیلیونه مسلمانان له پیشنمي تر روژه ماتي پورې له خوراک، څښاک، سګریټ او له کوروالي منع شوي دي.

په دودیز ډول د روژې په مبارکه میاشت کې کورنۍ او دوستان سره یو ځای روژه ماتوي او په ګډه لمونځ ادا کوي.

خو دا ځل په دې سپیڅلې میاشت کې خلک باید په کورونو کې واوسي.

دا د اسلامي کلیزې نهمه میاشت ده او د جمعې په ورځ په ډېرو هېوادونو کې پیل شوه.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول چې پکې د کورونا وېروس ډېر خلک مړه کړي هلته د خوښۍ او لمانځنې ځای خپګان نیولی دی.

په بیت المقدس کې د اقصی جومات د مارچ له نیمايي راهیسې بند دی او دا په روژه کې هم نه پرانیستل کېږي.

ان د مکې په مسجدالحرام کې هم ګرځبندیز دی، خلک او زیارت کوونکي ورتللی نه شي.

په سعودي عربستان کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په البانیا کې یوه کورنۍ له روژه ماتي وروسته لمونځ کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په البانیا کې یوه کورنۍ له روژه ماتي وروسته لمونځ کوي.
د مکې په مسجدالحرام کې به د روژې په میاشت کې ځای نه کېده، خو د ګرځبندیز له امله د دې جومات ډېر ځای خالي دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مکې په مسجدالحرام کې به د روژې په میاشت کې ځای نه کېده، خو د ګرځبندیز له امله د دې جومات ډېر ځای خالي دی.
په نیویارک کې یو اذان کوونکی د ماسپښین اذان کوي، خو د بندیز له امله جومات ته د لمانځه لپاره هېڅوک نه دي راغلي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په نیویارک کې یو اذان کوونکی د ماسپښین اذان کوي، خو د بندیز له امله جومات ته د لمانځه لپاره هېڅوک نه دي راغلي.
په لاهور کې هغه خلک چې د روژه ماتي لپاره توکي پیري، ټولنیز واټن یې پلی کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په لاهور کې هغه خلک چې د روژه ماتي لپاره توکي پیري، ټولنیز واټن یې پلی کړی دی.
د ډیلي له جامع جومات بهر یو تن روژه ماتوي، ځکه د قرنطین له امله جومات بند دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ډیلي له جامع جومات بهر یو تن روژه ماتوي، ځکه د قرنطین له امله جومات بند دی.
په بیت المقدس کې یوه مسلمانه دعا کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په بیت المقدس کې یوه مسلمانه دعا کوي.
اندونیزیا چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات نفوس لرونکی اسلامي هېواد دی، حکومت یې سفري بندیزونه لګولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اندونیزیا چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات نفوس لرونکی اسلامي هېواد دی، حکومت یې سفري بندیزونه لګولي دي.
د کورونا وېروس له امله د نایجیر په پلازمېنه نیامي کې هم بندیزونه لګول شوي چې په دې بندیزونو کې پر جمع لمونځونه هم شامل دي، اوسېدونکو یې پر خلاف لاریون هم وکړ، خو اوس هلته چوپتیا ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کورونا وېروس له امله د نایجیر په پلازمېنه نیامي کې هم بندیزونه لګول شوي چې په دې بندیزونو کې پر جمع لمونځونه هم شامل دي، اوسېدونکو یې پر خلاف لاریون هم وکړ، خو اوس هلته چوپتیا ده.
دا د مصر د توخ مېنې یو کور دی، چې د روژې د مبارکې میاشت لپاره سینګار شوی، په دې هېواد کې د شپې ګرځبندیز روان دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا د مصر د توخ مېنې یو کور دی، چې د روژې د مبارکې میاشت لپاره سینګار شوی، په دې هېواد کې د شپې ګرځبندیز روان دی.

.