مسعود اندرابي: سږ کال د افغانستان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ٪۱۰ ټیټه شوې

د عکس سرچینه، @Massoud Andarabi Official
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرکال پرتله سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لس سلنه کمه شوې ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په یوه غونډه کې وویل، وسله والو طالبانو که څه هم د تېرکال په پرتله سږ ۱۲ سلنه بریدونه ډېر کړي وو، خو دده پر ټکو بیا هم افغان ځواکونه برلاسي وو:
"خلک دې ډاډه وي چې افغان امنیتي ځواکونه په پوره همغږۍ توانېدلي سږکال ۲۶ سلنه عملیاتي او دفاعي وړتیاوې لوړې شوې چې په دې سره ۹ ولسوالۍ له مخالفینو پاکې شوې دي. موږ سږکال په یوه قوي دریځ کې یو او د وسله والو طالبانو د "الفتح" عملیات مو له ماتې سره مخ کړي دي".
ښاغلی اندرابي وايي، د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې ۳۷۰۰ ښځې کار کوي، چې ۴۰۰ یې ملکي برخه کې کار کوي او ۲۰۰ یې په تېرو اتو میاشت کې ګومارل شوې دي.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، له ۲۰۱۴ راهیسې تر اوسه تر ۴۵ زرو ډېر افغان ځواکونه له اورپکو سره په جګړه کې وژل شوي.
د افغان ځواکونو د وژل کېدو دا شمېره تر هغه اټکل لوړه وه چې د ۲۰۱۹ کال تر لومړۍ میاشتې کېده. وړاندې ولسمشر غني ویلي وو، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ۲۰۱۹ کال کال تر لومړیو پورې ۲۸ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي.
په افغانستان کې د پوځي مرګ ژوبلې سربېره ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بوسټون انسټیټیوټ او ویټسون پوهنتون یو ګډ رپوټ وايي، په افغانستان کې د امریکا له حملې وروسته په تېرو دوه لسیزو کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي.
دغه رپوټ په ډاګه کوي چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړه کې شاوخوا ۳۸۴۸۹ ملکیان او ۵۸۵۹۶ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
رپوټ کاږي چې په موده کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري، ددې ځواکونو ۳۹۳۷ قراردادیان او د مرستندویه بنسټونو ۴۰۹ کارکوونکي هم وژل شوي دي.





















