هدايت الله هميم
له کابله

ناټو وايي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به خپل ټول پام د افغان پولیسو روزنې ته واړوي .
په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي په روان کال کې د افغان امنيتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو او روزنې ته ډېره پاملرنه کوي .
په افغانستان کې ناټو ځواکونه د تېرو څو کلونو په پرتله د افغان پولیسو اوسنی وضعيت غوره بولي او وايي دغه ځواکونه په وسلو، مهماتو، مخابرو او ټولو پوځي پرمختللو اړينو توکو سمبال شوي دي .
خو ناټو ځواکونه وايي چې تر دې وروسته به د افغان امنيتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو پر چاره خپل ټول پام راټول کړي .
په افغانستان کې د ناټو د روزونکي ماموريت مشر جنرال ويليام کاډوېل وايي تر دې وروسته د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته لومړيتوب ورکوي .
ناټو وايي چې په روان کال کې به تر خپله وسه د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، روزنې او روزونکو پولیسو چارو ته ځانګړی پام کوي:
''موږ به خپل ټول پام پر پنځو اساسي سیمو راټول کړو، لومړی موږ د افغان پولیسو روزنه پیلوو، چې د ایتلافي ځواکونو د روزنکو ځایناستي شي، زموږ د پام وړ دویمه برخه د مشرۍ پرمختګ او دریېم دا چې د پولیسو وړتیاوې لوړې کړو.''

د ښاغلي کاډوېل په وینا، دا چې دوه کاله وړاندې په پولیسو کې نالوستي کسان او د فساد کچه زیاته وه، خو په وینا یې دا ستونزې اوس د هوارېدو په حال کې دي
د ښاغلي کاډوېل په وینا، دا چې دوه کاله وړاندې په پولیسو کې نالوستي کسان او د فساد کچه زیاته وه، خو په وینا یې دا ستونزې اوس د هوارېدو په حال کې دي .
ښاغلي کاډوېل وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره هيلمندي وښوده چې افغان ځواکونه به تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغان پولیسو د زده کړې لویه برخه پرغاړه واخیستی شي .
خو یو شمېر افغانان د ناټو او افغان چارواکو له دې هیلمندۍ سره موافق نه دي او وايي چې لاهم پر کلیوالو او لیرو پرتو سیمو د طالبانو وېره واکمنه ده او دغه سیمې امنیت ته اړتیا لري .
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د افغان پولیسو د اړتیاوو د پوره کوله په درشل کې دی، چې په دې چاره کې به له ناټو ځواکونو هم مرسته وغواړي .
د وزارت ویاند زمری بشري وايي د پولیسو پر روزنه سربېره، امنيتي ځواکونه د امنيتي مسؤولیتونو لپاره لانورو تجهیزاتو ته اړتیا لري :

دا مهال د افغان پولیسو شمېر تر ۱۲۰ زرو اوړي .
''موږ نه یوازې پر مسلکي زده کړو ټینګار کوو، بلکې د لیک لوست او اختصاصي زده کړو لپاره ډېر پام کوو، سږ کال به موږ د پولیسو تجهیزاتو، وسلو، وسایطو او د پولیسو اړینو توکو ته هم ډېره پاملرنه وکړو، او هڅه کوو چې د افغانستان پولیسو ته ښه تجهیزات برابر کړو .''
ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه به شاوخوا ۴۰ زره نوي افغان ځواکونه تر روزنې او مسلکي زده کړو وروسته د افغان پولیسو له لیکو سره یوځای شي .
دا مهال د افغان پولیسو شمېر تر ۱۲۰ زرو اوړي .
په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تجهیزاتو لپاره ۲۰ میلیارد ډالر بودیجه په پام کې نیول شوې ده .
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .