۲۰۰۱ کال راهیسې افغان جګړه کې کابو یو نیم لک کسان وژل شوي

افغان جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د بوسټون انسټیټیوټ او ویټسون پوهنتون یو ګډ رپوټ وايي، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه کې نژدې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

دا رپوټ چې د "شل کاله جګړه" تر عنوان لاندې خپور شوی، پکې په افغانستان، عراق، سوریې او پاکستان کې د امریکا د جګړې د تلفاتو شمېر په ډاګه شوی دی.

دې رپوټ کې له بېلابېلو سرچینو لکه د جګړې د تلفاتو په اړه ملګرو ملتونو او د ځینو هېوادونو او نادولتي بنسټونو کلني رپوټونو نه استفاده شوې ده.

دغه رپوټ په ډاګه کوي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال نه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړه کې شاوخوا ۳۸۴۸۹ ملکیان او ۵۸۵۹۶ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. رپوټ کاږي چې په موده کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتیري، ددې ځواکونو ۳۹۳۷ قراردادیان او د مرستندویه بنسټونو ۴۰۹ کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د دغه امریکايي تعلیمي بنسټونو په رپوټ کې زیاته شوې چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې ۴۲۱۰۰ وسله والو طالبان او د نورو وسله والو ډلو غړي وژل شوي دي.

د رپوټ په بنسټ په دغه جګړه کې ۱۱۴۱ نامسوله وسله وال او ۵۴ خبریالان هم وژل شوي دي.

رپوټ کاږي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې ټولټال تلفات څه باندې ۱۵۰ زره کسانو ته رسیږي.

په دې رپوټ کې یوازې د جګړې قربانیانو شمېر ښودل شوی او ددې پدیدې لاملونه، طبیعي پېښې، فقر او نورو پېښو تلفات پکې شامل نه دي.

د امریکا جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

په رپوټ کې ویل شوي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې شاوخوا ۵ میلیونه کسانو د نا امنۍ او جګړې له امله له خپلو مېنو بېځایه یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د افغانستان امنیتي چارواکو او ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه ددې رپوټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د روان کال په لومړیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې یوازې دده د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې شاوخوا ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د سږ میلادي کال په اګست میاشت کې د بي بي سي یوې څېړنې رپوټ وښوده چې په دې میاشت کې هره ورځ افغانستان کې په منځني ډول د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په ګډون ۷۴ کسان وژل کیږي.

بېلابېلو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي و چې په دغه میاشت کې په ۶۱۱ پېښو کې ۲۳۰۷ کسان وژل شوي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څو اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د خپلو سرتیرو لیدو ته راغلی و

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې وژمه صافۍ دا شمېر هېښوونکې بولي خو وايي چې د ماشومانو، مېرمنو او د جګړې د نورو قربانیانو د وژنو عاملین باید مجازات شي.

طالبان د امریکايي پوهنتون او انستیتیوت لخوا د شاوخوا ۴۰ زره طالب وسله والو وژل کېده نه مني. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، ددې شمېرو په اعلانولو "امریکایان غواړي ددې جګړې د ملکيان د وژل کېدو شمېر کم وښيي او په افغانستان کې پر خپلو جنایتونو پرده واچوي."

په داسې حال کې چې له دوه لسیزې جګړې وروسته د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ښکاره پایلې نه لري، خو د بي بي سي موندنې ښيي چې په دې هېواد کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري.