حکمتیار: زما ولسمشرۍ کې به لومړۍ مېرمن نه وي

د ویډیو تشریح، حکمتیار: که ولسمشر شوم، د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي سره بېلوم
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي که ولسمشر شي مېرمن به یې د هېواد لومړۍ مېرمن نه وي او هر څوک به د وړتیا له مخې کار کوي.

د نوموړي په خبره، د ده په نظام کې به چا ته په دې مقام ور نه کړ شي، چې د چارواکي، پلار، مور، زوی، ورور یا مېرمن ده:

"زما د کورنۍ هیڅ غړی به د دولت په چارو کې لاسوهنه نه کوي، زما په ګوند کې هم زما له اولاد نه هیڅوک هم په اجرايي چارو کې برخه نه اخلي او هغوی ته مې ویلي چې یوازې زه د ګوند لپاره بس یم".

ګلبدین حکمتیار د سولې او اسلامي عدالت په شعار ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې چې فضل هادي وزین او حفیظ الرحمان نقي ورسره مرستیالان دي.

ښاغلي حکمتیار د بي بي سي د کابل دفتر مشر شعیب شریفي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که یې وګټله، افغان میرمنو ته به په اسلامي چوکاټ کې حقونه ورکړي:

"څوک یې د وهلو حق نه لري، بې له موجبه، مهر یې حق دی، دا په کار اچولی شي، د زده کړو له حق باید بې برخې نه شي".

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او په افغانستان کې د امن خونې د کورنیو جنجالونو لامل بولي وايي لویدیځ دودونه او قوانین د افغان میرمنو ستونزې نشي اوارولی.

نوموړي له ښځو سره تر تاوتریخوالي هم پر ولسي کورونو شپنۍ چاپې او عملیات او د ښځو، کوچنیانو او لویانو وژل لوی تاوتریخوالی بولي.

په افغانستان کې د امن خونې د ښځو ملاتړو بنسټونو جوړې کړې او تاوتریخوالي ځپلې مېرمنې په کې د خوندیتابه له پاره اوسي.

همدا اوس سلګونو مېرمنو د هغه څه له امله چې تاوتریخوالی یې بولي، دې خونو کې ځانونه پناه اخیستې ده.

د ولسمشرۍ دا کاندید د هلکانو او نجونو د ګډو زدکړو مخالف دی وايي که ولسمشر شو، په پوهنتونو، ښوونځیو او د زده کړو په نورو مرکزونو کې به هر جنس ته جلا ټولګي جوړوي.

ښاغلي حکمتیار په دې مرکه کې ټینګار کړی چې دا کار وخت غواړي او وار په وار به بشپړېږي.

شعیب
د عکس تشریح، د بي بي سي د کابل دفتر مشر له حکمتیار سره د مرکې په حال

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په سپړنه کې، په دې اند دی چې د کورنیو ویشلو ته یې لار جوړه کړې ده.

که څه هم حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دی، خو افغانستان کې ولسواکي تېر اېستونکی شعار او حکومتونه لاسپوڅي او له بهر تپل شوي بولي:

"ټاکنې لوبه ده د خلکو د غولولو، ولسمشر د ملت منتخب ولسمشر نه دی، د سیاسی ګوندونو د ودې اجازه نه شته او چا چې دا نظام پر افغانانو تپلی د سیاسی ګوندونو د ختمولو او تجزیې هڅه کوي، چې دا خلک سره یو موټی نه شي، سیاسي ګوندونو کې غونډ نه شي او په ځای یې قومي شوراګانې وي، چې قومي تعصب ته لمن وهي".

اټکل دی د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سپتمبر پر ۲۸مه ترسره شي.

دې ټاکنو ته د ګلبدین حکمتیار په ګډون ۱۶ نور هم نوماندان دي، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یې په مخکښانو کې راځي.

حکومت ټینګار کوي چې ټاکنو ته بشپړ امنیتي پلان لري، خو د ټاکنو کمیسیون وایي، د حکومت له ژمنو سره سره امنیتي ننګونې هماغسې سترې دي.