صدیقي: حکمتیار باید د افغان ځواکونو په اړه په څرګندونو بښنه وغواړي

د عکس سرچینه، GMIC/ FACEBOOK
د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي ویلي، د حزب اسلامي مشر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار باید د افغان ځواکونو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو بښنه وغواړي.
ښاغلي حکمتیار نن شنبه کابل کې په خپله یوه ټاکنیزه غونډه کې ویلي وو چې افغان ځوانان د لوږې له کبله د ملي اردو لیکو ته ورځي.
خو د ولسمشر ویاند د حکمتیار دا څرګندونې افغان ځواکونو ته سپکاوی وباله او زیاته یې کړه چې د همدې ځواکونو له برکته ګلبدین حکمتیار نن په ټاکنو کې نوماند دی.
ښاغلي صدیقي نن شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر لسو ورځو به له امنیتي پلوه د ټاکنو لپاره فضا برابره شي.
دی زیاتوي:
"افغان امنیتي ځواکونه به عملیات کوي څو ټاکنو ته زمینه برابره شي، پنځه زره د رایو مرکزونو له ډلې به شاوخوا ۴۹۰۰ به د رایه ورکوونکو پر مخ پرانېستی وي. ټاکنو ته یوازې ۹ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې."
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"محمد اشرف غني چې اوس د هېواد ولسمشر دی، د رڼو ټاکنو غوښتنه کوي او هم یې ملکي او پوځي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د کمېسیون په هېڅ چاره کې لاس وهنه ونه کړي. که څوک سرغړونه کوي جدي تعقیب لاندې به وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، یوه اونۍ کې حکومت ټاکنو ته د امنیتي تخنیکي، چمتووالي په اړه ځینې غونډې کړي او د تېرې اونۍ وروستۍ ناسته کې ولسمشر والیانو او امنیه قوماندانانو، کمېسیون ټاکنیز سره په د هر ډول تخلف ان تخطۍ مخه ونیوله شي.
نوموړي هیله وښوده چې تر راتلونکو لسو ورځو کې به د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شي چې د هېواد شمال او جنوب او لوېدیځ کې مو ځینې ولسوالۍ بېرته له مخالفانو ونیولې چې د افغان امنیتي ځواکونو توان ښيې. دی وړاندې وايي، طالبانو تل هڅه کړې چې د ملي بهیرونو مخه ونیسي.


















