د افغانستان شیعه عالمانو د شورا مشر ایت الله اصف محسني ومړ

محسني

د عکس سرچینه، MOHSINI FACEBOOK

د عکس تشریح، ایت الله اصف محسني په افغانستان کې یو مهم شیعه مذهبي مشر و
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د شیعه عالمانو د شورا رئیس او په دې هېواد کې د شیعه وګړو یو مهم مشر ایت الله اصف محسني نن دوشنبه د ۸۴ کلونو په د ور پېښې ناروغۍ له کبله عمر ومړ. نوموړی د افغانستان یو مهم مذهبي مشر و او پراخ دیني او سیاسي نفوذ یې درلود.

د نوموړي لمسي جواد محسني بي بي سي ته وویل چې نیکه یې له تېر یوه کال راهیسې ناروغه و او نن دوشنبه د سهار پر اتو بجو په کابل کې ومړ.

پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل په کلونو کې اصف محسني د "حرکت اسلامي افغانستان" په نامه د جهادي ډلې بنسټ کېښود او یوه شیعه جهادي ډله بلل کېده چې د شوروي ځواکونو پر ضد جنګېده.

د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته ایت الله اصف محسني په کابل کې د "خاتم النبیین" په نامه یو بنسټ جوړ کړ چې تبلیغي فعالیت یې کاوه.

دې بنسټ په افغانستان کې د تمدن په نامه یو تلویزیون یا رسنیزه څانګه هم درلوده.

نوموړی تر ډېرو کلونو یو ایران مخالفه مذهبي مشر بلل کېده، خو په دې وروستیو کلونو کې یې له تهران سره اړیکې ښې شوې وې.

محسني څوک و؟

محسني

د عکس سرچینه، SSCA/FB

د عکس تشریح، محسني په کندهار کې زېږېدلی و او د عراق نجف کې یې دیني زدکړې کړې وې

محمد اصف محسني د محمد مېرزا محسني زوی و او د ۱۳۱۴ کال په ثور میاشت کې په کندهار ښار کې زېږېدلی و.

لومړی زدکړې یې په کندهار کې وکړې او وروسته له خپل پلار سره د بلوچستان ایالت کوټې ته ولاړ. هلته یې اردو ژبه زده کړه او خپلو زدکړو ته یې دوام ورکړ.

په ۱۳۳۰ کال کې یې د کندهار د سوداګرۍ په خونو کې دنده پیل کړه، خو څه موده وروسته یې دنده پرېښوده او یو ځل بیا یې زدکړې پيل کړې.

په ۱۳۳۲ کال کې د عراق نجف ته ولاړ او هلته یې د دوه کلونو په موده کې خپلې دیني زدکړې بشپړې کړې.

په افغانستان د شوروي ځواکونو له یرغل وروسته یې جهادي ډله جوړه کړه او مقاومت یې پیل کړ، او د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په کابل کې پاتې شو او هلته یې یو تبلیغي بنسټ پرانیست.