بحرین شیعه مشر د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم کړی

د عکس سرچینه، AFP
په بحرین کې استیناف محکمې د شیعه غورځنګ یو مشر شیخ علي سلمان د قطر ته د څارګرۍ په تور په عمري بند محکوم شوی دی.
دا حکم څو میاشتې وروسته تر هغه شوی، چې د بحرین عالي محکمې نوموړی له یوه سیال هېواد سره د "دسیسې" په جوړولو تورن کړی.
بحرین له قطر سره په ۲۰۱۷ کال کې خپل اړیکي غوڅ کړل.
د بشري حقونو بښنې نړیوال سازمان د بحرین دا پرېکړه "پر عدالت ملنډې" وهل بللې ده.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مشرې هبه مرایف ویلي: "دا حکم د بحرین د چارواکو بې رحمي او ناقانونه هڅې په ډاګه کوي چې د خپلو مخالفو خولې پرې پټې کړي."
"شیخ علي سلمان یو بندي دی چې د وینا د ازادۍ هڅو کې د خوځښت په تور نیول شوی."
علي سلمان چې د 'الوقاف' ناقانونه غورځنګ مشري یې کوله، په ۲۰۱۱ کال له قطر سره د بحرین د حکومت پرضد د دسیسې جوړولو او ناامنیو ته د لمن وهلو په تور نیول شوی.
له هغه سره د مخالفانو نور مشران لکه حسن سلطان او علي الاسود هم نیول شوي دي.
دا حکم وروسته تر هغه شوی، چې د ۲۰۱۷ کال په جون کې له قطر بحرین، سعودي عربستان، اماراتو او مصر خپل اړیکي غوڅل کړل.
قطر پر اماراتو د ترهګرو ډلو د ملاتړ او له ایران سره د ډېر نژدې کېدو تور ولګاوه، چې اماراتو دا تور رد کړ.
علي سلمان د محکمې د دغه حکم پروړاندې د استیناف حق لري.
بحرین له ۲۰۱۱ کال راهیسې له اړدوړ سره مخامخ دی، چې په هېواد کې د شیعه مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼ خلک پکې ووژل شول.


















