ترکیې حکومت ته د افغان - ترک ښوونځیو چارو سپارل 'بشپړ شول'

د عکس سرچینه، AFGHANTURK
د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، ترکيې حکومت ته د افغان - ترک ښوونځیو مدیریتي چارو سپارلو بهیر نن 'جمعه - جولای پنځمه ' بشپړ شو.
د چارواکو په وینا، د دغو ښوونځیو مدیریتي چارو سپارلو په بهیر کې پولیسو هېڅ ډول تاوتریخوالي نه دی کړی او په خبره یې د افغان - ترک ښوونځیو مدیریتي چارې د افغان او ترک حکومتونو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې سپارل شوې دي.
خو د افغان - ترک ښوونځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، افغان امنیتي ځواکونه په زور ښوونځی ته ور ننوتلي او دوی یې هم په زور له ودانۍ ایستلي دي.
د افغانستان پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت د افغان ترک ښوونځیو د استادانو او زده کوونکو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي پولیسو ورسره ناسم چلند کړی دی.
آغلې نزهت زیاتوي په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مدیریتي چارو ترکیې حکومت ته سپارل د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې تر سره شوې.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
''په بشپړ ډول د ترکیې پوهنې وزارت ته د افغان ترک ښوونځيو مدیریتي چارو له سپارولو وروسته به، د ترکیې حکومت د خپلې ژمنه له مخې په راتلوونکو ۱۰ کلونو کې تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې نوره پانګونه د نوو ښوونځیو په جوړولو او د زده کړو د کیفیت په برخه کې وکړي.
نن د جمعې سهار چې په افغانستان کې ښوونځي رخصت وو، افغان پولیسو د کابل ښار په شاه دوه شمشېره سیمه کې د افغان ترک ښوونځی محاصره یا کلابند کړی و.
د افغان ترک ادارې چارواکو بي بي سي ته وویل، دوی له کلابندۍ خبر وو، ټول استادان، زده کوونکي او د هغو پلرونه هم په ښوونځی کې موجود وو.
هغه ویډیويي کلیپونه چې بي بي سي ته استول شوي دي، ښيي چې د زده کوونکو او د هغوی پلرونو له مخالفت سره هم پولیس په زغروالو ګاډو کې ښوونځي ته ننوځي او د زده کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره پرهغوی له موټره اوبه شیندي.
په افغانستان او نورو هېوادونو کې د افغان ترک ښوونځیو اداري چارو کنترول پر سر جنجال په ترکیې کې د ۲۰۱۶ کال له ناکامۍ کودتا وروسته راپورته شو.
د افغان ترک ښوونځیو مدیریت او مالي چارې له هغه مخکې د امریکا میشتي ترکیې روحاني فتح الله ګولن اړوند ادارې له لورې تر سره کېدې.

د عکس سرچینه، AFGHANTURK
خو ترکیې حکومت په ترکیې د ۲۰۱۶ کال کې، په ترسره شوي کودتا کې فتح الله ګولن په لاس لرلو تورن کړی دی او له افغان حکومته یې بیا بیا غوښتې چې د ښاغلي ګولن د مدیریت لاندې په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مدیریتي چارې د ترکیې پوهنې وزارت اړوند 'چاغ ایجوکشن ' ادارې ته وسپاري شي.
افغان ترک ښوونځیو په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، اوس ۱۳ ښوونځي لري چې کابو اته زره زده کوونکي پکې په لوست بوخت دي.
له دې مخکې افغان حکومت په هرات، جوزجان، بلخ او کندهار ولایتونو کې د افغان ترک ښوونځي مدیریتي چارې چاغ ایجوکشن موسسې ته سپارلي وې.



















