د افغان-ترک ښوونځیو لپاره څه باندې ۱۰۰ نوي ښوونکي کابل ته رسېدلي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نصرت صمیمي
- دنده, بي بي سي، کابل
- د خپرېدو وخت
د ترکیې حکومت ته د افغان- ترک ښوونځیو د مدیریتي چارو له لېږدېدو وروسته، تر ۱۰۰ ډېر ترک ښوونکي کابل ته رسېدلي دي. د افغان ترک ښوونځیو چارواکي وایي، د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به د نویو ښوونکو لخوا زده کړه ورکول هم پیل شي.
د افغان- ترک ښوونځیو ویانده مرجانه سادات، وایي که د زده کوونکو کورنۍ همکاري وکړي د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به زده کړې پیل شي.
''د ترکیې ښوونې بنسټ ۱۲۰ ښوونکي افغانستان ته استولي، چې پکې داسې کسان دي چې د ماسترۍ او دوکتورا سندونه لري. دوی به د افغان ښوونکو پر ځای د هغو ترک ښوونکو ځای نیسي، چې مخکې یې دغو ښوونځیو کې دنده درلوده. ''
بلخوا د افغان - ترک ښوونځیو زده کونکو د والدینو کمېټې، چې د احتجاج په توګه یې خیمه وهلې وايي دوی د خپلو اولادونو د زده کړې بدل کې فیس ورکوي، نو د غوراوي حق هم لري او دا غوره ګڼي، چې اولادونو ته یې د دغو ښونځیو پخواني ښوونکي زده کړې ورکړې.
بل لور ته ګل بهار چې ۱۶ کاله یې په دغو ښوونځیو کې تدریس کړی وایي، دوی په سختو شرایطو کې د افغان- ترک ښوونځیو د پرمختګ لپاره ډېر زیار ګاللی او آن خپل معاشونه یې د ښوونځیو پر تجهیز او سمون لګولي، خو اوس ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
تر اوږدو خبرو وروسته د افغانستان حکومت شاوخوا شل ورځې وړاندې د افغان ترک ښوونځیو مدیریتي چارې له چاغ ایجوکیشنل نادولتي موسسې نه د ترکیې پوهنې وزارت وسپارلې.

ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال تر کودتا وروسته، حکومت یو مخالف سیاستوال فتح ګولن د کودتا پر پلانولو تورن کړ.
د انقرې استدلال دا و چې د افغان- ترک ښوونځي هم د ګولن په ملاتړ فعالیت کوي، باید منحل شي او مدیریت یې د ترکیې حکومت ته وسپارل شي.
دغه ښوونځي له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي او اوسمهال افغانستان کې د افغان- ترک ۱۲ ښوونځي فعال دي، چې شاوخوا ۸۰۰۰ نجونې او هلکان پکې په زده کړو بوخت دي.



















