"کابل - کندهار لویه لار پرانیستل شوې"

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل - کندهار لویه لار اوس "ښه" ده چې په وینا یې دا لار اوس د مسافرو په مخه بېرته پرانیستل شوې ده.
د چارشنبې په ورځ (زمری ۱۱مه) ددغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو د عملیاتو لړ کې پر دغې لارې ۲۵ جنګېدونکي طالب جنګیالي وژل شوي انو ۳۰ نور ټپیان دي.
تېره ورځ د کندهار ځايي چارواکو ویلي وو، د کابل - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له کبله کندهار کې شاوخوا پنځه زره مسافر بند پاتې دي.
کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، کندهار ولایت کې موټر چلوونکو ویل چې طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی چې د کابل - کندهار پر لار تر دویم خبراوي پورې تګ راتګ ونه کړي.
کورنیو چارووزارت نن وویل، د طالبانو یو غړی له چاودېدونکو توکو یوه ډک موټر سره نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د ډله ییز برید هوډ درلود، چې د کابل - کندهار پر لار د ماینونو ځای پر ځای کولو سره دغه لار د موټرو پرمخ وتړي خو د امنیتي ځواکونو په ورتګ سره دوی وتښتېدل.
دغه وزارت زیاتوي، په نښته کې شپږ افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او یو بل ولسي وګړی د طالبانو په ډزو وژل شوی دی.




















