د هند د دوو قومونو تر منځ شخړه؛ لومړی وزیر یې پارلمان کې د نه باور رایې سره مخ کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي حکومت به مانیپور ایالت کې د تاوتریخوالي له امله اپوزیسون سره کړکېچ کې د پارلمان له خوا د نه باور رایې سره مخ کېږي.
د اپوزیسون یو وکیل نن چارشنبه د نه باور رایې طرحه وړاندې کړه.
د اپوزیسون مشرانو ویلي، دا کار یې پر مودي د فشار راوستو لپاره دی چې د مانیپور په اړه یې خبرو کولو ته اړ کړي.
دوی غوښتنه کوله چې ښاغلی مودي دې په دغه ایالت کې قومي شخړو په اړه پارلمان ته وینا وکړي.
مانیپور کې د می میاشتې راهیسې د اکثریت میتي او لږکیو کوکي قومونو تر منځ د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور بې ځایه شوي دي.
تېره اوونۍ یوه ویډیو پر خواله رسنیو خپره شوه، چې دوه ښځې د یوې ډلې له خوا بربنډې روانې کړل شوې وې، دغې ویډیو د نړۍ په کچه د خلکو غوسه راپارولې وه.
دې پېښې ته په غبرګون کې ښاغلي مودي خپله چوپیتیا ماته کړه، هغه وویل:"دا پېښه د هند لپاره شرموونکې ده او عاملین به یې و نه بښل شي."
دا دویم ځل دی چې د ښاغلي مودي حکومت په ۲۰۱۴ کال واک ته له رسېدو راهیسې د نه باور وړ رایې سره مخ کېږي.
د نه باور طرحه یوازې په لوک سبها کې د پلې کېدو وړ ده او هغه وخت منل کېدای شي چې لږ تر لږه ۵۰ وکیلان یې ملاتړ وکړي.
له منل کېدو وروسته به یې په لسو ورځو کې د رای ورکولونېټه اعلانېږي.
که حکومت اکثریت رایه و نه ګټي باید استفعا ورکړي.
د نرېندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند د رایې له لاسه ورکولو په اړه ا ندېښمن نه دی، ځکه دا ګوند او متحدین یې د لوک سبها په ۵۴۳ غړو کې اکثریت څرګند شمېر لري.
خو لومړی وزیر باید د خپل دولت د دفاع لپاره خبرې وکړي چې همدا د اپوزیسون هدف دی.
د اپوزیسون یو استازي منوج کی جا د چارشنبې پر ورځ وویل:"مونږ په دې ښه پوهېږو چې رایه به زمونږ په ګټه نه وي خو خبره د رایو او شمېرو نه ده لومړی وزیر باید د اعتماد وړ رایې له ترلاسه کولو وروسته پارلمان ته وینا وکړي."
د کانګرس مشر مانیکام ټاګور ویلي "مخالفین اړ شوي چې د نه باور رایې طرحه د خپلې وروستۍ وسلې په توګه وکاروي."




















