د هند ختیځ ایالت کې پر دوو ښځو جنسي تېری؛ لومړي وزیر "شرموونکې پېښه" بللې

Manipur video

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د هند په شمال ختیځ ایالت مانیپور کې هغې ویډیو غوسه راپارولې، چې پکې لیدل کېږي دوه ښځې د یوې ډلې له خوا بربنډې راکاږل کېږي.

پولیس وايي، د جنسي تیري قضیه یې پرانیستې او تر دې دمه یې په تور یو کس نیول شوی او ډېر ژر به نور هم ونیول شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دا پېښه د هند لپاره "شرموونکی" یاده کړې او ویلي یې دي چې "هېڅ یو مجرم به و نه بښل شي."

ښاغلي مودي ویلي:"زه خلکو ته ډاد ورکوم چې قانون به پلی کېږي، هغه څه چې د مانیپور له لوڼو سره شوي هېڅکله به و نه بښل شي."

سترې محکمې هم د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د هند لوی څارنوال ډی ای چاندرا چود ویلي"محکمه د دغه ویډیو په اړه واقعا اندېښمنه ده" او له حکومته یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې اقدام وکړي.

پولیس وايي پر دغو ښځو برید د مې پر څلورمه شوی، خو د پنج شنبې پر ورځ وروسته له هغې چې دا ویډیو پر خواله رسنیو خپره شوه د خبرونو سرټکی شوه.

د هند حکومت د ټولنیزو رسنیو له ټولو شرکتونو غوښتنه کړې، چې دا ویډیو له خپلو پلټفارمونو لېري کړي.

په مانیپور کې د مې په میاشت د میټي او کوکي توکمونو تر منځ شخړې پیل شوي، چې تر دې دمه پکې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي او ۶۰ زره شاوخوا بې ځایه شوي دي.

Indian demonstrators hold placards during a protest in support of rape victims following high profile cases in Jammu and Kashmir and Uttar Pradesh states

د عکس سرچینه، Getty Images

د دوو ښځو زړه بوږنوونکې ویډیو پرون د چارشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو په پراخه کچه خپره شوه.

ویډیو کې لیدل کېږي چې دا دوه ښځې د یوه ډله سړیو له خوا راکاږل کېږي او په کشولو یې کروندې ته بیايي.

هند کې د سیمه ییزو قبایلي مشرانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ظلمونه د کنګ پوکپي ولسوالۍ په یوه کلي کې د کوکي زو قبایلي ټولنې د ښځو پر وړاندې ترسره شوی دی.

دا ادعا هم شوې چې پر دغو ښځو ډله ییز جنسي تېری شوی.

دې پېښې د سیاستوالو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. فدرالي وزیرې سمرتي ایراني دا پېښه غندلې او "غیر انساني"یې بللې ده.

د اپوزیسون ډېرو مشرانو د بهارتیا جنتا ګوند پر حکومت هم نیوکه کړې، چې په ایالت کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د اړتیا سره سم کار نه کوي.

د کانګرس ګوند مشرې پریانکا ګاندي وادرا ویلي:"په مانیپور کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي عکسونه زړه بوږنوونکي دي."

د ډیلي اعلی وزیر ارویند کجریوال هم دغه پېښه غندلې ده او ویلي یې دي:"دا ډول ناوړه کار په هندي ټولنه کې د زغملو وړ نه دی."