د نړۍ تر ټولو ستر توغندی فضا ته له توغولو څو دقیقې وروسته وچاودېد

د عکس سرچینه، SpaceXCopyright
د ایلان مسک شرکت سپېس اېکس بریالی شوی چې د نړۍ تر ټولو زورور توغندی چې د 'ستارشېپ ' په نوم یادیږي، د امریکا په تکزاس کې فضا ته وتوغوي خو له توغولو څو دقیقې وروسته په هوا کې وچاودېد.
دا فضا ته د د دغه ډول توغندي د لېږدولو دویمه هڅه وه. فضا ته د دې توغوندي له توغولو دوه ثانیې وړاندې حالت ښه نه مالومېدل. په وېډیوګانو کې لېدل کېږي، چې په هوا کې د توغندي کوپړۍ له خپلې هغې الې نه شي جلا کېدای چې (بوسټر) یې بولي.

د عکس سرچینه، Reuters
له دې وړاندې په پلان کې وه چې دا توغندی به د تېرې دوشنبې پر ورځ لېږدول کېږي خو په وروستیو شیبو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوی و.
د ۱۲۰ مترو په اندازه دا توغندی سپوږمۍ او ان مریخ ته د فضانوردانو د لېږد لپاره ډيزاین شوی دی.

د عکس سرچینه، EPACopyright
د سپېس اېکس شرکت مسول ايلان مسک په لومړنۍ تبصره کې ټينګار کړی چې په څو راتلونکو میاشتو کې به بل توغندی هم و ازمايي.
هغه ویلي "د سټارشېپ په تجربه ټول ټيم ته مبارکي وایم، مونږ له دې ډېر څه زده کړل، بله ازموینه به هم په څو میاشتو کې وي."

د عکس سرچینه، SpaceX
سره له دې چې د سټارشېپ په نوم د ستر توغندي ازموینې پر مهال په هوا کې له څو دقیقو وروسته وچاودید، خو په ټوله کې دغې ازموینې ته د یوې بریالۍ تجربې په سترګه کتل کېږي.
انجینران وايي، دوی به د بل توغندي له ازموینې مخکې له دې تجربې راټول شوي معلومات و ارزوي او بیا به د نوي هغه په اړه اقدام کوي.
د دغې چارې نندارې لپاره په زرګونو خلک راغونډ شوې وو او په ویډیوګانو کې ښکاري چې په دې ازمېښت خوشحالي کوي.






















