د نړۍ تر ټولو ستر توغندی فضا ته له توغولو څو دقیقې وروسته وچاودېد

د خپرېدو وخت

د ایلان مسک شرکت سپېس اېکس بریالی شوی چې د نړۍ تر ټولو زورور توغندی چې د 'ستارشېپ ' په نوم یادیږي، د امریکا په تکزاس کې فضا ته وتوغوي خو له توغولو څو دقیقې وروسته په هوا کې وچاودېد.

دا فضا ته د د دغه ډول توغندي د لېږدولو دویمه هڅه وه. فضا ته د دې توغوندي له توغولو دوه ثانیې وړاندې حالت ښه نه مالومېدل. په وېډیوګانو کې لېدل کېږي‌،‌ چې په هوا کې د توغندي کوپړۍ له خپلې هغې الې نه شي‌ جلا کېدای چې (بوسټر) یې بولي.

له دې وړاندې په پلان کې وه چې دا توغندی به د تېرې دوشنبې پر ورځ لېږدول کېږي خو په وروستیو شیبو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوی و.

د ۱۲۰ مترو په اندازه دا توغندی سپوږمۍ او ان مریخ ته د فضانوردانو د لېږد لپاره ډيزاین شوی دی.

د سپېس اېکس شرکت مسول ايلان مسک په لومړنۍ تبصره کې ټينګار کړی چې په څو راتلونکو میاشتو کې به بل توغندی هم و ازمايي.

هغه ویلي "د سټارشېپ په تجربه ټول ټيم ته مبارکي وایم، مونږ له دې ډېر څه زده کړل، بله ازموینه به هم په څو میاشتو کې وي."

سره له دې چې د سټارشېپ په نوم د ستر توغندي ازموینې پر مهال په هوا کې له څو دقیقو وروسته وچاودید، خو په ټوله کې دغې ازموینې ته د یوې بریالۍ تجربې په سترګه کتل کېږي.

انجینران وايي، دوی به د بل توغندي له ازموینې مخکې له دې تجربې راټول شوي معلومات و ارزوي او بیا به د نوي هغه په اړه اقدام کوي.

د دغې چارې نندارې لپاره په زرګونو خلک راغونډ شوې وو او په ویډیوګانو کې ښکاري چې په دې ازمېښت خوشحالي کوي.