اسراییلو کې پراخ لاریونونه؛ ولسمشر له نتنیاهو وغوښتل د قضايي سمون مخه ونیسي

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

اسراییلو کې له پراخو لاریونونو یوه ورځ وروسته ولسمشر یتزاګ هرزوګ له لومړي وزیر نتنیاهو وغوښتل چې د دغه هېواد د قضايي سیستم لپاره پیل شوی جنجالي پلان ودروي.

سپینې ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د سیاسي روغې جوړې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي هرزوګ ویلي، د اسراییلو د خلکو یووالی تر ګواښ لاندې دی.

اسراییلو کې د اعتراضونو وروستی پړاو یکشنبه د شپې وروسته له هغې پیل شول چې لاریونوال د دفاع وزیر یواف ګالانت د ګوښه کولو اعلان وکړ.

دغه لاریونوال ټول د نتنیاهو د کور مخې ته راغونډ شوي وو.

په تل ابیب کې د ښاغلي ګالانت د ګوښه کولو له اعلان وروسته لاریونوالو لویې لارې وتړلې و ټایرونو ته یې اور ورته کړ.

پولیسو یې د خورولو او تیت او پرک کولو لپاره له اوبو شیندونکو ماشونونو کار اخیست.

یوآف ګالانت د قضايي سمون د پلان د درولو غوښتنه کړې وه.

بنیامین نتنیاهو پرېکړې په غبرګون کې لاریونونه سملاسي څو نورو ښارونو ته هم پراخ شول.

اسراییلي تلویزیون د دغو لاریونوالو شمېر له شپږ سوه زرو تر اووه سوه زرو پورې یاد کړی دی.

تمه کېږي چې نتنیاهو به نن د دغو پېښو په اړه څرګندونې وکړي.

اسرائیل و فلسطین

د عکس سرچینه، Getty Images

سپېنې ماڼۍ د اسراییلو پرمختګونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ښکیلو غاړو یې د جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند ادرین واتسن د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو تر منځ ورستیو تلیفوني خبرو ته په اشارې وویل: "په ولسواکه نظامونو کې بنسټیز بدلونونه د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري."

نوموړی داسې حال کې چې اسراییلو کې پر روغې جوړې غوښتنه کوي، د دغه هېواد د امنیت لپاره د امریکا د مرستو پر دوام یې هم ټینګار وکړ.

له دې مخکې په یوه بل اقدام کې نیویارک کې د اسراییلو کونسل جنرال اساف زامیر د دغه هېواد د دفاع ویز د ګوښه کولو په اعتراض کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

د اسراییلو د بهرنیو چاورو وزارت تیره اوونۍ ښاغلې زامیر د نتنیاهو د قضايي سمون پروګرام پر ضد د څرګندونو له امله دغه هېواد ته احضار کړی و.

اختلافات پر څه شي دي؟

قضايي سیستم کې د بنسټیزو سمونو د راوستو لپاره د حکومت د پلان پر ضد لاریونونه له څو اونیو راهیسې روان دي.

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت وايي،‌ قضايي سمون لپاره وړاندیز شوي بدلونونه د رای ورکوونکو په ګټه دي.

د اپوزیسون مشر یائیر لاپید ورستي لاریونونه د اسراییلو په تاریخ کې "تر ټولو لوی کړکېچ" یاد کړی دی.

حکومت د دغو اعتراضونو پر وړاندې سخت مقاوم کړی او ادعا کوي چې سیاسي مخالفین دغو اعتراضونو ته لمن وهي.

منتقدین وايي، قضايي سیستم کې دا سمونې چې په پارلمان کې تر ارزونې لاندې دي قضايي نظام سیاسي کوي و ښايي د استبداد لامل شي.

ښاغلی نتنیاهو وايي، د سمون موخه د قاضیانو له خوا د زور زیاتي مخنیوی دی او په ورستیو ټاکنو کې خلکو د دغو بدلونونو راوستو ته رایه ورکړی ده.