اسرائيلو کې لاريونونه؛ د حکومت پر نوې تګلاره ناندرۍ
د خپرېدو وخت
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت ضد لاریون کوونکي چې د ده له قضایي اصلاحاتو سره ناخوښه دي، تورنوي، چې په وینا یې تر سرې کرښې اوښتي دي.
ده وویل ګډوډي نشي زغملی. ښاغلي نتنیاهو دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې خلک یو ځل بیا په تل ابیب کې سړکونو ته راووتل .
په دغو مظاهرو کې څوارلس کسان ټپیان شول. مظاهره کوونکي وايي د پارلمان له لارې د پراخو بدلونونو راوستل به د قضا خپلواکي زیانمنه کړي او ډېموکراسي به له ګواښ سره مخ کړي.
زموږ د منځني ختیځ خبریاله یولانډ نېل له بیت المقدس رپوټ لري.