ساینس پوهانو له لمریز نظام بهر یوه سیاره کې توپان موندلی

د خپرېدو وخت

د لومړي ځل لپاره جیمز ویب (James Webb) ټیلسکوپ د لمریز نظام (شمسي نظام) بهر په یوه سیاره کې د دوړو یو سخت توپان کشف کړی دی.

پېژندل شوی توپان له ځمکې ۴۰ نوري کاله لېرې دی او د وي ایچ اس ۱۲۵۶ بي په نوم سیارې کې لیدل شوی دی.

د وي ایچ اس ۱۲۵۶ بي سیارې اړوند د یاد توپان موندنه د جیمز ویب فضايي ټیلسکوپ د فوق العاده وړتیا له برکته ممکنه شوې.

دا توپان د خپلې اړوندې سیارې په بهرنۍ فضا کې لیدل شوی دی.

د یادې سیارې په اتموسفیر کې جوړ شوی توپان د سیلیکات له ذرو جوړ شوی.

د سیلیکات ذرې د سیلیکن او اکسیجن څخه جوړ شوي دي چې د ډبرینو کانونو سرچینه وي.

خو کوم توپان چې د دې دوربین یا ټیلسکوپ په مټ لیدل کېږي، هغه ډول نه دی لکه څنکه چې زموږ د سیارې په یوه وچه دښته کې وي.

د بریتانیا د ایډینبرا پوهنتون پروفیسور بیت بیلر وايي: "دلته د سیلیکات ذرې چې یادوو، ډېرې وړې دي."

نوموړي بي بي سي ته وویل، د وي ایچ اس ۱۲۵۶ بي ورېځې همدا ډول دي، خو ډېرې ګرمې دي. دا سیاره یوه نوې سیاره ده او ډېره ګرمه ده. د بهرنۍ برخې تودوخه یې ښایې د اور لمبې تر حده ګرمه وي.

د جیمز وېب فضايي ټلېسکوپ له دې وړاندې د کایناتو حیرانوونکي انځورونه هم خپاره کړي و چې نړۍ یې حیرانه کړه.

جیمز ویب ټېلېسکوپ چې د ۱۰ میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی، د ۲۰۲۱ کال په ډيسمبر کې فضا ته ولېږدول شو.

یاد ټېلسکوپ د هابل ټېلېسکوپ فضايي میراث تعقیبوي.

هابل ټلېسکوپ د دې لپاره جوړشوی و چې د لیدلو وړ وړانګي روښانه کړي، هغه وړانګي چې موږ یې په سترګو لیدلی شو خو جیمز ویب ټېلیسکوپ د اوږدو څپو وړانګو د لیدلو لپاره جوړ شوی. هغه څپې چې له لېري سیارو موږ ته رارسېږي، خو موږ یې په سترګو نه شو لیدلی.

جیمز ویب ټېلیسکوپ یو نړیوال ماموریت دی چې مشري یې د امریکا فضايي څېړنو اداره(ناسا) کوي او ورسره د اروپا اوامریکا شریکي فضايي ادارې په غاړه لري.