جېمز وېب ټېلېسکوپ د مشتري "حیرانوونکې" ننداره ښيي

د خپرېدو وخت

د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن ټېلېسکوپ د مشتري بې سارې او حیرانوونکې ننداره ښودلې. جېمز وېب فضايي تېلېسکوپ د لمریز نظام د تر ټولو لویې سیارې دغه تصویرونه جولای میاشت کې اخیستي دي.

انځورونو کې د مشتري شاوخوا ،قطبي شفق، لوی توفانونه، سپوږمۍ او ترې راتاوې کړۍ هم لیدل کېږي.

ستور پوهانو دغه انځورونه حیرانوونکي بللي.

دې تصویرونو کې انفرارېد انځورونه په مصنوعي ډول رنګه شوي چې د مشتري ځانګړتیاوې پکې لا روښانه شي، ځکه چې انسان په سترګو انفرارېد وړانګې نه شی لیدلی.

د امریکا کالفورنیا پوهنتون ستور پېژندونکی ایمکي ډي پاټر وايي:"موږ هېڅکله مشتري په داسې بڼه نه و لیدلی، دا هېڅ د باور نه ده."

نوموړي زیاته کړې:"که رښتیا ووایم موږ واقعا دا تمه نه لرله چې دا به دومره ښه وي."

جېمز وېب ټېلېسکوپ چې د ۱۰ میلیارد ډالرو په لګښت جوړ شوی د تېر کال په دسمبر کې فضا ته ولېږل شو.

دغه ټېلېسکوپ اوس د هابل ټېلېسکوپ فضايي میراث تعقیبوي.

هابل ټېلېسکوپ د دې لپاره جوړ شوی و چې د لیدلو وړ وړانګې روښانه کړي، هغه وړانګې چې موږ یې په سترګو لیدلای شو خو جېمز وېب ټېلېسکوپ د اوږدو څپو وړانګو د لیدلو لپاره جوړ شوی، هغه څپې چې له خورا لېرې سیارو تر موږ رارسېږي، خو موږ یې په سترګو نه شو لیدلی.

جېمز وېب ټېلېسکوپ یو نړیوال ماموریت دی چې مشري یې د امریکا فضایی څېړنو اداره (ناسا) او ورسره د اروپا او امریکا شریکې فضايي ادارې په غاړه لري.

ناسا ویلي، د مشتري نوې ننداره کې پر ټېلېسکوپ اخیستل شوي څو عکسونه یو ځای کارول شوي او قطبي شفقونه دواړو خواوو(شمالي او سویلي قطبونو ) ته غځېدلي دي.

قطبي شفقونه هغه وړانګې دي چې لمر یې اسمان کې جوړوي.

جېمز وېب ټېلېسکوپ اوس له ځمکې ۶،۱ میلیون کیلومتره لیرې دی.

جېمز وېب به وکولی شي هغه وړانګې کشف کړي چې ۵،۱۳ میلیونه کاله مخکې او د بېګ بنګ چاودنې وروسته ځمکې ته راغلي دي.