د زهرې او مشتري نږدې کېدل؛ داسې ننداره چې بیا لیدل یې ۱۷ کاله انت‍ظار غواړي

د خپرېدو وخت

که نن شپه اسمان ته په سم وخت کې وګورئ نو د شمسي نظام تر ټولو روښانه ستوري زهره او مشتري به دومره نژدې سره ووینئ، لکه یو بل چې لمس کوي.

اصلا کیسه داسې ده چې دا دوه سیارې خپلو کې میلیونونه مایله واټن لري خو له ځمکې به داسې ښکاري لکه یو بل ته چې ورترغاړې وځي.

د دغو سیارو نږدې کیدل هر کال پېښېږي خو سږ کال به لا بیخي نژدې سره ښکاري.

آسمان کې د زهرې او مشتري دا ډول زړه را ښکوونکې ننداره به تر ۲۰۳۹ کاله پورې بیا د چا نصیب نه شي.

د سیارو دې ځلېدونکې نندارې لپاره یوازې پرانیستې سترکې، دوربین او روڼ آسمان بسنه کوي.

له شنبې وروسته زهره او مشتري به له ښه نږدې کېدو وروسته سره بېلې او په خپلو خپلو لارو لاړې شي.

ستورپوهه پروفیسوره لوسي ګرین وايي:"ستورپوهانو ته دا ډېره حیرانوونکې او په زړه پورې ده او د خلکو لپاره ښه فرصت دی چې بهر لاړ شي او ننداره یې وکړي."

د سیارو نژدې کېدل څه وي؟

د سیارو نژدې کېدل په دې مانا دي چې د دو سیارو ترمنځ واټن له معمول حالته کم شي او له ځمکې داسې ښکاري لکه یو بل سره چې لګېږي.

په دې تېرو شپو کې زهره او مشتري په کرار کرار یوې بلې سره نژدې شوې دي.

د سیارې ریښتیني مدار شاوخوا ۴۳۰ میلیون میله واټن لري خو له ځمکې دوی داسې ښکاري لکه یوې بلې سره چې لګېږي.

څنګه کولای شو چی ويې ګورو؟

د لیدلو لپاره ترټولو غوره مهال د لندن په وخت د شنبې په ورځ د مازدیګر ۰۵:۰۰ بجې دي خو د یکشنبې په ورځ او په راتلونکو ورځو کې به هم لیدل کېږي تر هغه چې په کرار کرار سره لرې شي.

د یکشنبې په ورځ له لمر ختو مخکې لویډیځ لور کې لیدلی شئ.

یادې سیارې به د آسمان په کښته لور کې ښکاري غونډۍ او لوړې ودانۍ به یې به آسانه پناه کوي خو که تاسې لوړ ځای ته ورته وخېژئ کیدای شي په آسانه یې ووینئ.

پروفیسوره ګرین وايي:"سیارې به په خپل روښانتیا کې توپیر ولري. زهره د مشتري په پرتله روښانه ده نو کله چې یې ګورئ نو دا به خورا روښانه ښکاري. مشتري به یو څه ضعیفه وي، د زهرې د روښانتیا شاوخوا شپږمه برخه." دا وايي، تاسو کولی شئ د آسمان د څارلو اپلیکیشن هم وکاروئ.

که تاسو ټیلسکوپ لرئ، تاسو کولی شئ د مشتري په شاوخوا کې لوی جوړښتونه ووینئ.

دا سیارې د ځمکې له دواړو نیمو کرو د شپې او ورځې له مخې په بېلابېلو وختونو کې لیدل کېدای شي.

پروفیسوره لوسي وايي:"غواړم د شپې له خوبه را پاڅېږم او دا ننداره له انګلیستانه وکړم."