لویه مشتري سیاره؛ له نژدې مو یې انځورونه لیدلي؟

د خپرېدو وخت

د امریکا د فضايي ادارې جونو سپوږمکۍ د مشتري سیارې (ګانیمېډ) تر ټولو نژدې انځورونه استولي چې د شمسي نظام تر ټولو لویه سیاره ګڼل کېږي.

دا انځورونه له کابو زر کیلومتره لیرې واټن اخیستل شوي دي.

په څه باندې شلو کلونو کې دې فضايي بېړۍ د ګانیمېډ دا تر ټولو نژدې انځورونه اخیستي دي.

د جونو سپوږمکۍ اصلي دنده د مشتري په اړه څېړنه ده، خو دا چې ددې سیارۍ تر څنګ تېرېده د انځورونو اخیستو فرصت یې وموند.

د اروپايي د فضايي څېړنو اداره د ګالیلیو سپوږمکیو د څېړنې لپاره یوه ځانګړې څېړنډله استول غواړي. ګالیلیو د مشتري سیارې له څلورو لویو سپوږمکیو ګڼل کېږي چې په ۱۶۱۰ کال ګالیلیو ګالیلي کشف کړې دي.

دا څېړنډله "د کنګلي مشتري سپوږمکیو کشفوونکي" نومول شوې ده، چې ټاکل شوې د کالیسټو او اروپا سپوږمکیو ترڅنګ به تېرېږي.‌

اټکل دی چې دوی به په ۲۰۳۲ کال د ګانیمېډ شاوخوا وچورلېږي.

د جونو نوي انځورونه په شفاف ډول د لویې سپوږمۍ سطحه ښيي.‌

په دې نویو انځورونو او د ناسا د ۲۰۰۳ او ۱۹۹۵ او د فویاجر د ۱۹۷۹ کلونو د انځورونو ترمنځ هلته د رامنځ ته شوي بدلون توپیرونه له ورایه ښکاري.

د جونو لوی څېړونکي سکاټ بولټن ویلي: "دا لومړی ځل دی چې له یوې پېړۍ راهیسې یوه فضايي بېړۍ دې لویې سیارې ته نژدې کېږي".

د ګانیمېډ یوه ځانګړنه دا ده چې تر کنګلي سطحو لاندې یې ښايي د واوبو سمندرونه هم وي.

ناسا وايي، ژر به د جونو سپوږمکۍ په مټ رنګه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي.