د بلاول بوټو له خوا د نریندرا مودي "قصاب" بللو ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغه چې تېره ورځ "جمعه" د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو په یوه خبري ناسته کې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د ګجرات قصاب وباله، د هند بهرنیو چارو وزیر يې پر څرګندونو توند غبرګون ښوولی دی.
د بلاول بوټو دغه څرګندونې په ښکاره په پاکستان کې ستایل شوي خو په هند کې غندنه شوې.
د هند واکمن ګوند بهارتيا جنتا هم سختې نيوکې کړي او د شنبې په ورځ يې په ټول هېواد کې د لاریونونو غوښتنه کړې ده.
د هند بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي بوټو د څرګندونو په اړه خپره کړې اعلامیه کې د هغه څرګندونې "غیر مدني" بللې دي.
د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډو په څنډو کې ډېری وخت پاکستاني او هندي چارواکي یو پر بل سختې نېوکي کوي چې ډېر کله د خبرونو سرټکي جوړوي.
د بې جي پي ګوند مرکزي وزیر انوراګ ټهاکر په خپل غبرګو کې ویلي "دا ډېره د شرم وړ خبره ده او ښايي نن ورځ دا د هند لخوا د پاکستان د ماتې د درد پایله وي."
باید وویل شي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په اصل کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر جې ایس شنکر هغو څرګندولو په غبرګون کې وې چې وايي پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی او د القاعده د مشر اسامه بن لادن کوربه و.
بلاول بوټو یوې خبري غونډې ته ویلي و "اسامه بن لادن مړ شوی دی خو د ګجرات قصاب نن د هند لومړی وزیر دی چې تر لومړي وزیر کیدو مخکې یې امریکا ته راتګ بندیز لګېدلی و."
د بلاول بوټو دغه خبرې د بي جي پي ګوند رسما غندلي او د دواړو هېوادونو په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه تاوده بحثونه هم روان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلاول بوټو په پاکستان کې د ترهګرۍ ځپلو په اړه تفصیلي خبرې کړي.
نوموړی ویلي "زه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یم او د بېنظیر بوټو زوی په توګه له ترهګرۍ مخامخ اغېزمن شوی یم."
په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د بهرنیو چارو وزیر "زړور او ډاګیزو خبرو" ویناوال یاد کړی.
بل خوا په هند کې د بي جي پي پلویانو په دې اړه غوسه ښوولې او هلته په پلازمېنه نوي ډیلي کې د بلاول پر ضد لاریون شوی. په ټولنیزو رسنیو کې پر بلاول او پاکستان هم نیوکې شوي دي.






















