هزاره پرلت: 'پاکستان داسې هېواد دی چې مړي هم پکې احتجاج ته اړ شي'

پاکستان کې د اپوزېسیون دوو مرکزي ګوندونو مشرانو له لومړي وزیر عمران خانه غوښتي چې بلوچستان کې د وژل شویو لسو کان کیندونکو په ویر کې له هزاره توکمو سره د ګډون لپاره سملاسي کوټې ته سفر وکړي.
د پاکستان په بلوچستان کې د لسو کان کیندونکو وژل کېدو خلاف مرکزي ښار کوټه کې د هزاره توکمو احتجاجي پرلت پنځمه ورځ هم روان دی او ګډونوال یې د لومړي وزیر عمران خان له ورتګه مخکې د احتجاج ختمولو ته لېوال نه ښکاري.
د یکشنبې پر شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې نامعلومو کسانو لس هزاره توکمه کان کیندونکي د پېژندګلوۍ اسنادو له کتلو وروسته په پړیو وتړل او غاړې یې ورپرې کړې.
لومړي وزیر عمران خان پرون چهارشنبه د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د خپل ورتګ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې کړې وه، چې مړي باید خاورو ته وسپارل شي، خو د پنجشنبې پر ورځ هم په سخته یخنۍ کې د ښځو په ګډون ګڼ کسان له جنازو سره ناست دي.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، په پرلت کې د تېرو څلورو ورځو پرتله د ګډونوالو شمېر ډېر شوی دی.

د لومړي وزیر خان د ورتګ کره نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي، خو د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ګډون د اپوزیسیون ګوندونو اییتلاف (پي ډي ایم) مرکزي مشران د پرلت کوونکو ملاتړ په موخه کوټې ته رسېدلي دي.
د چهارشنبې پر ورځ لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې وویل، د وژل شویو کسانو د خپلوان په غم او ویر کې ځان شریک بولي او په سخت ساعت کې د هغوی تر څنګ دی.
د نوموړي په وینا ژر به شخصاً د ویر په دې مراسمو کې ګډون وکړي او پر ځان د خپلو خلکو باور ته به زیان و نه رسوي.
ښاغلي خان د پرلت له ګډونوالو وغوښتل:
''مهرباني وکړئ، خپلوان مو خاورو ته وسپارئ چې ارواح یې ارام شي. ''
د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې وايي، د بلوچستان سوداګرو ټولنې په غوښتنه د پنجشنبې پر ورځ په ښار کې عمومي اعتصاب شوی او کاروباري مرکزونه تړلي دي.

د پاکستان پیپلزګوند مشر بلاول بوټو د پرلت ګډونوالو ته وینا کې وویل:
''موږ کوټې ته د سیاست لپاره نه یو راغلي، بلکې د ویر لپاره راغلي یو. کوټې ته تل د ویر لپاره راځو. پاکستان داسې یو هېواد دی چې زموږ شهیدان هم احتجاج کولو ته اړ کېږي، مړي هم احتجاج کولو ته اړ شي. ''

د عکس سرچینه، Pmln
له دې مخکې د بلوچستان اعلی وزیر او فدرالي وزیرانو شیخ رشید احمد، علي زیدي او زلفي بخاري د پرلت له ګډونوالو سره خبرې کړې، خو دا خبرې ناکامې بلل شوې.
رپوټونو کې ویل شوي، د کوټې تر څنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم دې لړ کې مظاهرې شوې دي.
په کراچۍ ښار کې پنځلس ځایه، د پلازمېنې اسلام اباد چاینا چوک سیمه کې او په لاهور کې د پنجاب والي یا ګورنر دفتر مخې ته د احتجاجي پرلتونو رپوټونه ورکړل شوي دي.




















