بلېنکن بلاول بوټو سره لیدنه کې؛ "په ګډه افغانستان کې امن غواړو"

Pakistan USA

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن ویلي "دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې افغانستان کې امن ټینګ شي."

هغه زیاته کړې چې "دغه هېوادونه اوس هم په شریکه د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي."

ښاغلي بلېنکېن دا څرګندونې واشنګټن کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره تر کتنې وروسته ګډې خبري ناسته کې کړې.‌

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دلته پاکستان سره د خوړو امنیت برخه کې د لس میلیون ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

هغه پاکستان کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې وویل چې هېواد یې د تېر په څېر د پاکستاني حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی.‌

ښاغلي بلېنکېن زیاته کړه چې دوی وړاندې هم دغو سېلابونو کې له زیانونو شویو خلکو سره د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

Blinken

د عکس سرچینه، Getty Images

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې اوس یې هېواد کې د زرغونې انرژۍ د انقلاب وخت را رسېدلې او ګواکې د امریکا په همکارۍ دې برخه کې لسګونه پروژې پکې پیلېدی شي.‌

بلاول بوټو زیاته کړه چې هېواد یې له امریکا سره پیاوړې اړیکې لري او دغو هېوادونو چې کله هم په ګډه کوم کار کړی، ستونزمن اهداف یې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ویلي چې د اقتصاد او کرنې په ګډون بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي اړیکو د ډېرېدو او پیاوړې کېدو اړتیا ده.

هغه خپل امریکایي سیال ته خطاب کې وویل چې پاکستان له امریکا د چاپېریالي انصاف برخه کې مرسته او همکاري غواړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د امریکا د دې تازه مرستې د مننې ترڅنګ خپل امریکايي سیال ته د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړه.