د بلاول بوټو خبرداری: که ولسمشر عارف علوي ستونزې جوړې کړي، پایلې به یې وګوري

بلاول زرداري

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د دغه هېواد له ولسمشر ډاکتر عارف علوي سره وروستی موکه ده.

ښاغلي بلاول یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی چې که ولسمشر علوي "د پوځ لوی درستیز د ټاکل کېدو بهیر کې د څه ګډوډۍ پیدا کولو هڅه وکړي، نو پایله به یې وګوري."

هغه زیاته کړې چې جنرال باجوه د نوموړي د دندې له غځېدو په انکار سره قانون ته غاړه ایښې خو د ده وینا "عمران خان ته دا قانوني کړنه د منلو نه ده."

بلاول بوټو زرداري چې د پاکستان خلکو ګوند (پیپلز پارټۍ) مشر هم دی، د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینې لومړی وزیر تورن کړی چې ګوندې د 'رښتینې ازادۍ' په نوم خلک ګمراه کوي.

دی وايي "د قانون له مخې لومړی وزیر پوځ لپاره د لوی درستیز ټاکلو واک لري او خو عمران خان د دغه کار په مخنیوي سره هېواد د بې ثباتۍ پر خوا بیايي، چې د دې اجازه به ورنکړ شي."

د یادونې ده چې شنبې د ښاغلي زرداري تر دغو څرګندونو وړاندې عمران خان اعلان کړی و چې راتلونکې اوونۍ به راولپندۍ کې احتجاج کوي.‌

هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې د نومبر پر ۲۶مه پنډۍ ته ځان ورسوي.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

د تحریک انصاف ګوند مشران عمران خان ویلي "د رښتیني خپلواکۍ د تر لاسه کولو او د رڼو ټاکنو نېټې اعلانونو تر وخته به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي".

خو بلاول بوټو زرداري لاریون لپاره د دې ځای او نېټې ټاکل د عمران خان "سیاسي چل" بللی.

نوموړي ویلي که د تحریک انصاف د لاریونونو اصلي موخه رښتیا 'ازادي' وي نو بیا راولپنډۍ ته د رسېدو نېټه ولې راتلونکی اوونۍ ټاکل شوې؟

ده تور پورې کړی چې دا ورځ د دې لپاره غوره شوې چې د پوځ د لوی درستیز د ټاکنې قانوني پړاونه لانجمن کړي.

په پاکستان کې له شاوخوا دوه میاشتو راهیسې د تحریک انصاف ګوند پلویانونو د پرله پسې لاریونونو ور ها خوا د پوځ د لوی درستیز ټاکنه په جنجالي او خبري موضوعاتو اوښتې.

د دغو لاریونونو پر مهال نږدې دوه وړاندې پر عمران خان برید هم شو چې نوموړی ترې روغ ووت.

هغه پرون شنبه یو ځل بیا د خپل امنیت په اړه اندېښنه وښوده خو زیاته یې کړه چې له دې سره سره به د راولپنډۍ په لانګ مارچ کې خپله ګډون وکړي.