په چین کې د تودوخې څپه: خلکو تر ځمکې لاندې پناه ځایونو ته مخه کړې

Diners at a hotpot restaurant in Chongqing

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د چین په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو اوښتې ده.

د دې هېواد سویل لوېديځو سیمو کې خلکو د تودوخې له کبله د اوسېدو ځایونه بدل کړي او ځانونو ته یې د اوسېدو لپاره نوي تدبيرونه کړي دي.

په دې نویو تدبیرونو کې یو دا دی، چې په چونګ چینګ او ګاونډي سیچوان کې خلکو له تودوخې د خلاصون لپاره تر ځمکه لاندې پناه ځایونو او د غارونو په څېر رستورانتونو ته مخه کړې.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د تودوخې دا څپه ښايي د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوړه ثبت شوې څپه وي.

چین د تودوخې د دې اوږدې څپې له امله له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

People walk in darkness in Chengdu, Sichuan

د عکس سرچینه، Getty Images

په ځینو سیمو کې اړوند مسوولینو د اورګاډو تمځایونو کې د بریښنا سپما کولو لپاره د تیتې رڼا څراغونه روښانه کړي دي او په ټولنیزو رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې ښیې چې په چونګ چینګ کې خلک په تیاره اورګاډي کې ناست دي یا په تیاره کوڅو کې ګرځي.

دا ټولې صحنې ډېرې عجیبې او وېروونکې ښکاري.

داسې راپورونه هم شته چې ځینو شرکتونو د ګرمۍ د شدت د کمولو لپاره په خپلو دفترونو کې د کنګل لوې ټوټې ځای پر ځای کړې دي. حتی د دفترونو بهر، خلک له ګرمۍ څخه د خلاصون لپاره د ځمکې لاندې ګرځي.

د دوبي په میاشتو کې د ځمکې لاندې د غارونو په ډول رستورانتونو ته خلک ډېر ورځي، ځکه چې د ځمکې لاندې تودوخه کمه ده.

A woman uses a handheld fan while walking along the street in Shanghai

د عکس سرچینه، Reuters

یوشمېر نور خلک بیا تر ځمکې لاندې تونلونو کې د سرپناه په لټه کې دي. کروندې په ځانګړې توګه د تودوخې څپې او ورپسې وچکالۍ اغېزمنې کړې دي.

په یوه ویډیو کې چې ډېره لاس پر لاس شوې ښکاري چې یو بزګر ژاړي، ځکه د برېښنا پرچاوۍ له کبله یې ټول چرګان د شپې مهال مړه شوي وو.

خو د سیچوان ولایت په ځینو سیمو کې چې د هېواد د برېښنا مهمه تولیدونکې سیمه ده، د پنجشنبې پر ورځ یو څه ساړه بادونه لګېدل، ځکه هلته د شپې سخت باران وشو.

د چین دولتي تلویزیون سي سي ټي وي بیا اعلان وکړ چې د توفان له کبله ۳۰ زره وګړي بې ځایه شوي دي. د هوا پېژندنې ادارې په وینا، لږ تر لږه تر راتلونکو دریو ورځو پورې به ګرم بادونه چلېږي.