چین کې درنه واوره، چې په تېرو ۱۱۶ کالو کې بې ساري ده

Tourists visit the Shenyang Imperial Palace during a heavy snowfall on November 8, 2021 in Shenyang, Liaoning Province of China.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شینیانګ د یکشنبې پر ورځ سخت واورین توپان لاندې کړ
د خپرېدو وخت

د چین په ځینې شمال ختیځو سیمو کې واورین توپان د ځمکې پر مخ ریکارډ کچه واوره راورولې ده.

دا سیمه له مخکې د برېښنا له کمښت سره مخامخ ده او د کورونو تودولو په هکله اندېښنې ډېرې شوې دي.

د لیاونینګ ایالت په مرکزي ښار شینیانګ کې د اورېدلې واورې اوسط کچه ۵۱ سانتي مترو ته رسېدلې ده.

دولتي خبري اژانس ژنهوا په خپل رپوټ کې ویلي، د واورې دا کچه له ۱۹۰۵ کال راهیسې د بل هر وخت پرتله ډېره ده.

A woman clears snow from her car after a snowfall on November 9, 2021 in Shenyang, Liaoning Province of China.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین شمال ختیځې سیمې د سږ کال لومړیو کې د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ شوې
د واورین توپان له کبله ترافیکي تګ راتګ سخت ګډوډ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واورین توپان له کبله ترافیکي تګ راتګ سخت ګډوډ شوی

په څنګلوري ایالت داخلي منګولیا کې ځايي چارواکو دولتي ګلوبل ټایمز خبري شبکې ته ویلي، ناڅاپي واورین توپان تر ۵۶۰۰ پورې ځايي اوسېدونکي اغېزمن کړي او لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

په داخلي منګولیا او شمال ختیځ چین کې د واورین توپان په هکله ۲۷ ځله د سرې کچې خبرداری خپور شوی، چې دا د توپان خبرداري برخه کې هم تر ټولو لوړ شمېر دی.

A Chengdu Airlines Airbus A320 aircraft stands at Shenyang Taoxian International Airport during a heavy snowfall on November 8, 2021 in Shenyang, Liaoning Province of China

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په شینیانګ هوايي ډګر کې یوه الوتکه ولاړه لیدل کېږي.

د چین په شمال ختیځ کې د یخنۍ له دې سختې څپې سره چې پر یکشنبه پیل شوه، تر ۱۴ درجو پورې د تودوخې درجه ټیټه شوه.

لیاونینګ ایالت کې د درنې واورې له کبله ترافیکي تګ راتګ ګډوډ شو او ځینې لویې لارې تړلې پاتې وې.

له دانګدونګ او دالیان ښارونو پرته د نورو سیمو اورګاډو او بسونو تم ځایونه هم تړلي پاتې وو.

د یادونې ده، چې د سږ کال په لومړیو کې دې سیمه کې د ډبرو سکرو بیو له لوړېدو وروسته سیمه د انرژۍ له بحران سره مخامخ وه، او اوس چارواکي وايي، د کورونو تود ساتلو لپاره د ډبرو سکرو نورې زېرمې ترلاسه کوي.

چارواکو له ځايي سوداګرو غوښتي چې د خوړو او نورو اړتیاوړ توکو زېرمې زیاتې کړي چې د بیو لوړېدو مخنیوی وشي.