فایق: د افغانستان کنګل شوي ډالر دې د افغانانو د شتمنۍ په توګه خوندي وساتل شي

د عکس سرچینه، Afghanistan Mission to UN
په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق، په نیویارک کې له یوې محکمې غوښتي، هغه درې-نیم میلیارده ډالر دې د افغانستان د خلکو د شتمنۍ په توګه وساتل شي، چې دا مهال امریکایي بانکونو کې کنګل شوي.
یاده دې وي چې امریکا کې د سېپتمبر د یوولسمې پېښو د بریدونو د قربانیانو کورنیو محکمې ته عریضه کړې ده چې دا پیسې دې پر دوی ووېشل شي.
خو افغانستان کې د طالبانو حکومت او ګڼو نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې دا پیسې باید د افغانستان د اقتصاد د ژوندي ساتلو لپاره د زېرمي په توګه وساتل شي.
اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق په یوه ویناپاڼه کې ویلي، دی د طالبانو یا بلې کومې سیاسي ډلې استازي نه کوي، خو ټینګار یې کړی، چې دا ډالر یوازې د افغانستان د خلکو شتمني ده.
یاده دې وي چې د افغانستان د ملي بانک ځینې شتمنۍ له کلونو راهیسې د امریکا او اروپا ځینو بانکونو کې ساتل کېدلی، چې له ډلې یې شاخوا ۷ میلیارده ډالر امریکا کې دي.
د امریکا حکومت وړاندې ویلي وو، چې له دغو پیسو به درې نیم میلیارده ډالر له افغانانو سره پر مرستو ولګول شي او د پاتې نورو په اړه به محکمه پرېکړه وکړي چې د سېپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو پر کورنیو ووېشل شي که نه.
په تېر دسمبر کې سپینې ماڼۍ د دې پیسو خوشي کولو لړ کې د طالبانو یوې غوښتنې په ځواب کې ویلي وو، د ۱۱ سپتمبر د پېښو یو شمېر قربانیان وار له مخه پر دې پیسو دعوه لري، او له همدې کبله دا پیسې کنګل شوې دي.
سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وو، دوی نه شي کولای دا حقوقي اړخ له پامه وغورځوي او له همدې کبله پیسې باید د محکمې تر پرېکړې کنګل پاتې شي.
هغه مهال د سپنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله ویلي وو چې د افغانستان لپاره ''د بشري مرستو لړ کې تر ټولو د لوی مرستندوی په توګه امریکا څنګه ځان ډاډمنولای شي چې دغه پیسې مخامخ ملکي افغانانو ته رسېږي او دا چې طالبان به له دې پیسو ګټه پورته نه کړي، چې په وینا یې ''د امریکا لپاره ننګونکې خبره ده. ''
د امریکا ولسمشر جو بایډن څو میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې د دغو ۷ میلیارده ډالرو نیمایي برخه، یعنی ۳ نیم میلیارده به افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ازادوي.
خو ګڼې نړیوالې ادارې او حکومتونه اندېښنه لري چې دا پیسې ښایي د بشري مرستو پر ځای د طالبانو لاس ته ورشي او دا ډله یې ښایي د نورو موخو لپاره وکاروي.
طالبان بیا وایي، نړیواله ټولنه باید سیاسي مسایل له بشري مرستو جلا وساتي او امریکا دې د افغان دولت ټولنې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.




















