پنډورا اسناد: نړیوالو مشرانو ناسمه کړنه کې لاس درلودل رد کړي

د عکس سرچینه، Russia's Vladimir Putin (left), Azerbaijan's Presi
یو شمېر نړیوالو مشرانو په بهر کې د پانګونې برالا کېدو یوې قضیې کې د خپلو نومونو له یادېدو وروسته هر ډول ناسمه کړنه کې لاس درلودل رد کړي دي.
له دې مخکې د مالي اسنادو دغې لویې ډاګیزېدنې په ترڅ کې د سلګونو نړیوالو مشرانو، سیاستوالو، او پانګوالو پټې شتمنۍ او کاروبارونه را برسېره شول.
د پنډورا په نامه د ۱۲ میلیونه اسنادو دا برالا کېدل په تاریخ کې تر ټولو لویه ډاګیزېدنه بلل کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اردن پاچا عبدالله بن الحسن نومونه د نړۍ هغو ۳۵ اوسنیو او پخوانیو مشرانو په نوملړ کې شامل دي، چې دې ډاګیزېدنه کې یاد شوي دي.
د دې دواړو مشرانو له لوري اوس په اعلامیو کې ویل شوي چې هیڅ ډول ناسمه کړنه یې نه ده تر سره کړې.
د اردن شاهي ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''دا هیڅ نامناسبه او غیر عادي '' چاره نه ده چې پاچا عبدالله دې له هېواده بهر جایداد ولري.
په پنډوره اسنادو کې ویل شوي، چې پاچا عبدالله ۱۹۹۹ کال کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې په امریکا او بریتانیا کې د جایدادونو پر رانیولو په پټه له ۷۰ میلیونو پاونډو ډېر لګښت کړی.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف بیا د دې اسنادو باوريتوب د 'پوښتنې وړ ' بللی.
نوموړي په دې هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځواب کې وویل:
''تر اوسه معلومه نه ده چې دا معلومات څه دي او د څه په هکله دي. '' ښاغلي پیسکوف زیاته کړه:
''موږ تر اوسه ولسمشر پوتین ته د نژدې کسانو د پټو شتمنیو په هکله هیڅ نه دي لیدلي. ''

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده چې دغه معلومات په واشنګټن ډي سي کې د تحقیقي خبریالانو کنسورشیم 'ای سي ای جې ' د نژدې ۴۰ رسنیزو ادارو په همکارۍ راټول کړي دي.
بریتانیا کې د بي بي سي پنوراما څانګه او د ګارډین خبري شبکې د دې څېړنیز رپوټ مخکښان وو.
د چیک جمهوریت لومړي وزیر اندري بابیز چې دې اسنادو کې یې په پټه فرانسه کې د جایداد رانیولو یادونه شوې، په یوه ټویټر پیغام کې ویلي دا پر هغو ټاکنو د اغېز یوه هڅه ده، چې روانه اونۍ پیلېږي.
نوموړی وايي، ''هیڅ ناسمه کړنه '' یې نه ده کړې.
بل لور د ازربایجان ولسمشر الهام علیوف کورنۍ هم په دې اسنادو کې یاده شوې، چې بهر کې یې شتمنۍ پټې کړې، خو د ګارډین رپوټ کې ویل شوي، له هڅو سره سره په دې هکله خبرو ته نه دي چمتو شوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دې اسنادو کې د یاد شویو پاکستانیانو په هکله به پلټنه وشي.
د یادونې ده، چې د ښاغلي خان د کابینې غړو په ګډون دې اسنادو کې د سلګونو پاکستانیانو نومونه راغلي، چې په بهر کې شتمنۍ پټې کړې دي.



















