پنډورا پیپرز: عمران خان وايي، د پاکستاني سیاستوالو، او پانګوالو د پټو شتمنیو را برسېره کېدو پلټنه کوي

.

د عکس سرچینه، .

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د مالي اسنادو د یوې لویې ډاګیزېدنې په ترڅ کې د سلګونو نړیوالو مشرانو، سیاستوالو، او پانګوالو پټې شتمنۍ او کاروبارونه را برسېره شوي دي.

په راوتلو اسنادو کې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، ته یو شمېر نژدې کسان هم ښودل شوي چې په بهر کې پټ شرکتونه او د میلیونونو ډالرو په ارزښت کاروبارونه لري.

ښاغلي خان یې په غبرګون کې ویلي، چې حکومت به یې د هغو ټولو پاکستاني وګړو پلټنه وکړي چې په دغو اسنادو کې یې نومونه راغلي دي.

هغه ویلي، چې که پر چا ناقانونه کړنې زبات شي په اړه به یې قانوني ګام پورته شي.

د پنډورا پیپرز په نامه دغه ډاګیزیدنه د تحقیقي خبریالانو نړیوال کنسورشیم نومي تنظیم له لوري د یکشنبې پر ماښام خپور شوي څېړنیز رپوټ کې شوې.

په دې کې د پاکستان کابینې درې غړو، یو شمېر اپوزېسیون سیاستوالو، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه پخواني مشر او متقاعد پوځي افسرانو او سیاستوالو نومونه هم شامل دي، چې له هېواده بهر کاروبارونه لري.

دې کې د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین او د ده د کورنۍ په هکله ویل شوي، چې له هېواده بهر څلور شرکتونه لري.

لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ''د اقلیمي بدلون مخنیوي په څېر د دې برالا بې انصافي مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پنډورا پیپرز اصلاً په بهر کې د ۱۴ شرکتونو اړوند داسې ۱۲ میلیونه پټ اسنادو نوم دی، چې ای سي ای جې ترلاسه کړي او په ټوله نړۍ کې یې له رسنیزو ادارو سره شریک کړي دي.

دې اسنادو کې د ۳۵ اوسنیو او مخکینیو نړیوالو مشرانو په ګډون د ۳۰۰ پېژندل شویو نړیوالو شخصیتونو مالي رازونه افشا شوي دي. چې د پنډورا اسنادو نوم ورکړل شوی دی.

ویل کېږي، چې په قوانینو کې ځینې کمزورۍ خلکو ته د مالیې نه ورکولو لار ورکوي او دا کسان له هېواده بهر په ځینې داسې ځایونو کې پیسې لګوي چې مالیه نه ترې اخیستل کېږي.

ماهرین وايي، دا چاره غیر قانوني نه بلل کېږي، خو غیر اخلاقي لاره ده.

بریتانیا حکومت وايي، له دغسې لارې د مالیې نه ورکول غیر قانوني چاره نه ده، خو د قانون له اصل سره په ټکر کې ده.

د ماهرینو په وینا په دغه ډول ناڅرګندو شرکتونو کې پیسې لګول او له یوه ځایه یې بل ځای ته لېږد رالېږد د غیر قانوني پیسو پټولو اسانه لار هم بلل کېږي.

پنډورا اسنادو کې څه ویل شوي؟

پنډورا اسناد

دې اسنادو کې د داسې مالي شرکتونو یادونه شوې، چې له مالیې ورکولو پرته پکې پیسې ساتل شوې یا له همدې لارې لېږدول شوې دي.

پنډورا اسناد ښيي چې د بریتانیا ویرجین ټاپوګانو، پاناما، قبرس، متحده عربي اماراتو، سنګاپور او سویټزرلنډ کې د همدې شرکتونو له لارې ځینې داسې پټې راکړې ورکړې شوې دي چې د مالیې له ورکولو پکې ځان ژغورل شوی دی.

پنډورا اسنادو کې د چا نومونه شامل دي؟

د دې اسنادو له مخې د اردن پاچا په بریتانیا او امریکا کې د ۷۰ میلیونو پاونډو ارزښت جایداد لري.

د بریتانیا مخکیني لومړي وزیر ټوني بلیز په هکله ویل شوي چې دی او مېرمن یې لندن کې د دفتر پېرلو قضیه کې د ۳۱۲ زرو پاونډو له مالیې معاف شوي دي.

په اسنادو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هکله ویل شوي چې موناکو کې په پټو له پېرل شوي جایداد سره تړاو لري.

د چیک جمهوریت لومړي وزیر اندري بابیش په هکله دې اسنادو کې ویل شوي چې د مالیې له ورکړې پرته ثبت شوي یوه شرکت له لارې یې د فرانسې سویل کې د ۱۲ میلیونه پاونډو په ارزښت دوه کورونه پېرلي چې د ټولټاکنو لپاره یې د نوم ثبتولو بهیر کې یادونه نه ده کړې.

نوموړی په هغو ټاکنو کې کاندید دی، چې راتلونکې اونۍ پیلېږي. دې اسنادو یوه مهمه موندنه دا بلل شوې، چې معلومه کړي اغېزمن او یا شتمن کسان په اسانۍ سره کولای شي چې په بشپړه توګه قانوني شرکت تاسیس کړي او په پټه بریتانیا کې جایداد ترلاسه کړي.