تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: هر کال ۱.۳ میلیونه انسانان په ترافيکي پېښو کې مړه کېږي
ملګري ملتونه وایي، هر کال نږدې یو اعشاریه ۳۵ میلیونه خلک د ترافيکي پیښو له امله مړه کېږي او ۵۰ میلیونه نور دغو پېښو کې د ټپي کېدو له امله په عمري معلولیت اخته کېږي.
ملګرو ملتونو دغه شمېرې د ترافیکي پیښو قربانیانو ته د درناوي نړیوالې ورځې "نومبر ۱۹ مې" په مناسبت خپرې کړي.
د ملګرو متلونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي " موږ باید په ګډه ټولې هڅې وکړو چې د مخنیوي وړ دې غمیزې مخه ونیسو."
بل خوا د سړکونو د خوندیتابه نړیوال رپوټ چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا چمتو شوی کاږي چې، د پنځو کلونو نه تر ۲۹ پورې ډیری ماشومان او ځوانان چې ترافيکي پېښو کې ټپیان کېږي د ټپونو له امله مري.
په رټوپ کې راځي چې مخ پر ودې هېوادونو کې دا خلک د ترافیکي پېښو دروند بار ځکه په اوږو وړي چې د تګ راتګ لپاره بایسکل او یا موټرسایکل کاروي.
ډېر سرعت، د لارو خرابوالی او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
افغانستان کې د ترافیکي پېښې
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې د نارسمي شمېرو له مخې هر کال پکې نږدې زرګونه کسان د ټرافیکي پیښو له امله مړه او ټپیان کېږي.
د افغانستان د ترافیکو ادارې د چارواکو په خبره، موټر چلوونکي ترافیکي قوانین تر ډېره له پامه غورځوي.
د ترافیکو ریاست د چارواکو په وینا په دې هېواد کې د ترافیکي پيښو له مخې تر ټولو خونړۍ لار د کابل - تورخم لار ده.
خو موټر چلوونکي بیا د لارو خراب والی او دارنګه د ترافیکي نښو نشتوالی د دې پېښو د زیاتوالي لامل بولي.
عبدالحی محمدي چې د کابل - کندهار په لویه لار موتر چلوي وایي: " ټول سړک خراب دی، که موټر چلوونکي ډېر پام هم وکړي بیا هم دغه خرابې لارې د ټکر او موټر چپه کېدو لامل کېږي."
خو عام خلک او د دې پيښو د قربانیانو کورنۍ وایي، که ستونزه هر ځای وي خو پور یې دوی پرې کوي.
د کابل اوسیدونکی شاپور غریب مل چې په ورته پېښه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي له موټر چلوونکې د ډېر احتیاط غوښتنه کوي.
هغه وایي: " زما ورور او وریندار پېښور ته د تداوۍ لپاره روان وو، سروبي سره یې موټر سیند ته لوېدلی وو، ورور مې او مېرمن یې پکې مړه شول او لور یې ټپي وه."
مخکې د افغانستان د ترافیکو ریاست د پلان او پالیسۍ مشر عبدالودود خیرخواه ویلي وو، چې دوی په دې برخه کې د نظم رامنځته کېدو او پېښو کموالي لپاره په یوه پلان کار کوي.
د دغه ریاست د رسمي شمېرو له مخې په وړم ۱۴۰۰ کال کې د ترافیکي پیښو کې نږدې نهه سوه افغانان مړه شوي وو او په تېر ۱۴۰۱ کال کې بیا دغه شمېرې نږدې زرو ته پورته شوې وې.
دا یوازې هغه شمېرې دې چې د رسمي ثبت شویو ترافیکي پېښو نه راټولې شوې، خو دا چې په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پیښې نه ثبت کېږي انګرینې دا دي چې دا شمېرې په نورې هم لوړې وي.