تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زابل کې د ګاډو ټکر کې ۱۴ کسان ووژل شول
د افغانستان سوېل ته زابل کې چارواکي وايي، دغه ولایت کې د کابل-کندهار پر لویه لار د ګاډو د ټکر له امله ۱۴ کسان ووژل شول.
دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر په هکله ضد او نقیض خبرې دي.
پېښه بېګا ناوخته د کندهار- کابل پر لویه لاره جلدک سیمه کي د باري ټېلر او سپرلۍ کاسټر د ټکر له امله شوې ده.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي، دې پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي، خو د زابل ولایتي روغتون بیا په دغه پېښه کې د ټپیانو شمېر اته تنه ښيي.
د حق بیان په خبره د وژل شويړ کسانو لویه برخه کارګر دي چې سویلي ولایتونو ته د کوکنارو د نېښ لپاره تللي وو.
د رپوټونو له مخي وژل شوي او ژوبل کسان د ننګرهار د پیچراګام ولسوالۍ د صبر او زمرخیلو اوسیدونکي دي .
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم خپل فیسبوک کې دا پېښه تاییدوي او لیکي: "د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکي وطنوال د کابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي حادثه کې(۱۴) تنه شهیدان او (۶) تنه ټپيان شوي دي."
د نوموړي په خبره، د ترافیکي پیښې "شهیدان او ټپیان چې ټول ځوانان ول؛ هلمند ته د مزدورۍ لپاره تللي."
د افغانستان پر لویو لارو په تېره د کابل- کندهار او کندهار- هرات ترمنځ د سپرلیو موټرو ټکر او ورته نورې ترافیکي پېښې وخت ناوخت کېږي.
د موټروانۍ پر مهال بې غوري او یا هم د ډریورانو له خوا د نشه يي توکو کارول او له یو بل سره سیالي د دې پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.
حکومتي چارواکي تر دا ډول پېښو وروسته تل د موټروانانو بې پروايي او ډېره چټکتیا د ګاډو د ټکر اصلي سبب بولي.