د چین ولسمشر سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نا اعلان شوې ليدنه

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن چين ته د خپل سفر په پای کې د دې هېواد له ولسمشر شي جين پېنګ سره وکتل.
دغه ليدنه د ښاغلي بلېنکن په رسمي مهالویش کې نه وه او د چين د بهرنۍ پاليسۍ له لوړ پوړي چارواکي وانګ يي سره تر ليدنې وروسته ترسره شوه.
د چين له ولسمشر سره د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د ليدنې په لنډه ويډيو کې چې د چين دولتي ټلوېزيون له خوا خپره شوې، شي جين پېنګ له انتوني بلېنکن غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره لا زياتې هڅې وکړي.
ښاغلي شي ويلي، د انتوني بلېنکن خبرې له خپلو چینايي سیالانو سره "صادقانه او ژورې" وې.
امریکايي چارواکو ویلي د دغه سفر او خبرو اصلي هدف دا دی چې د تېرو کلونو پر مهال د ترینګلو شویو اړیکو رغولو ته لارې چارې ولټول شي.
ښاغلی بلېنکن د امریکا د حکومت لوړپوړی چارواکی دی چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د جوبایډن د واک له اخیستو راهیسې چین ته سفر کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت اوس د غونډې یوه لنډه اعلامیه خپره کړې چې په کې شي جين پېنګ ويلي، چين خپل دريځ روښانه کړی او د "ځانګړو مسايلو" په اړه پرمختګ او موافقې ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم امریکا او چین دواړو وار له مخه روښانه کړې چې د دغه سفر پر مهال د کوم مهم پرمختګ او سترې لاسته راوړنې هیله نشي کېدای خو په ویډیو کې، شي جين پېنګ ویلي، د حکومتونو ترمنځ اړیکې باید تل د "درناوی او صداقت" پر بنسټ ولاړې وي.
بېجېنګ ته د ښاغلي بلېنکن سفر نژدې پنځه میاشتې مخکې له دې کبله وځنډېد چې د امریکا فضايي حریم ته د چین د څارګرو بالونونو د ننوتلو څرک ولګېد.
د پخوانیو پلانونو له مخې، ټاکل شوې وه چې ښاغلی بلېنکن به د سفر پر مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ او د چین د بهرنۍ تګلارې له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره وګوري چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمول ياد شوي و.
ښاغلي وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې وويل، دواړه هېوادونه د نړۍ پر وړاندې دنده لري چې د خپلو اړيکو د خرابېدو مخه ونيسي.
نوموړي وويل، چين او امريکا بايد د همکارۍ او جګړې تر منځ یو غوره کړي. هغه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تر ټولو لوی خنډ د چین هغه "ناسم انځور" ګڼلی چې امریکا یې وړاندې کوي.
د امريکا او چين ترمنځ سوداګريزه سيالي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا يوه له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي.



















