چین وايي امریکا یې فضايي حریم ته له لسو ډېر څارګر بالونونه استولي

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امریکا د فبرورۍ په څلورمه پر خپل فضايي حریم یو شکمن څارګر بالون ویشتلی و.
د خپرېدو وخت

د چین د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې، امریکا تېر یوه کال کې تر لس ځلې زیات د دغه هېواد فضايي حریم ته څارګر بالونونه استولي دي.

دا تور له هغې وروسته پورې کېږي‌، چې امریکا د فبرورۍ په څلورمه پر خپل فضايي حریم یو شکمن څارګر بالون ویشتلی و.

چین بیا دا خبره رد کړې وه او ویلي یې و چې د هوا پېژندنې بالون و.

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې له هغه وخت راهیسې خرابې شوې، چې امریکا پر خپل فضايي حریم د څو نورو ناپېژانده الوتونکو شیانو د ویشتلو خبرونه خپاره کړل.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ وینبین بیجنګ کې یوه جوړې شوې غونډې ته ویلي:

" دا د امریکا لپاره یوه غیر عادي خبره نه ده چې په ناقانونه ډول د نورو هېوادونو هوايي حریم ته ور ننوځي."

ښاغلي وینبین د خپلو خبرو پر دوام ویلي: "یوازې د تېر کال راهیسې د امریکا څارګر بالونونه د چینايي چارواکو له اجازې پرته له ۱۰ ډېر ځله په ناقانونه ډول د چین پر فضایی حریم الوتي."

نوموړي زیاته کړې چې بیجنګ د امریکا دغه یرغل ته په "مسوول او مسلکي" ډول ځواب ورکړ، او پرته له دې چې نور جریات ورکړي ویې ویل:

" که تاسو غواړئ د امریکا د لوړ ارتفاع لرونکي بالونونو په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ چې په ناقانونه توګه زمونږ فضا ته راغلي، زما وړاندیز دا دی چې تاسو امریکا ته مراجعه وکړئ."

واشنګټن تر اوسه د بیجنګ دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی.

Image shows fighter jets in NATO drill

د عکس سرچینه، Getty Images

د یکشبې پر ورځ د امریکا جنګي الوتکو د کاناډا پولې ته څېرمه د هورون بحیرې پر سر یو بل ناپېژاندی الوتونکی شی ویشتلی و. دا په روانه میاشت کې د ناپېژانده شي راغورځولو څلورمه پېښه ده.

د کانګرس غړې الیسا سولټکین ویلي و، د یکشنبې په ورځ د امریکا هوايي وسله وال ځواک او ملي ګارډ دغه مجهول شی وویشت.

"په دې ماموریت کې د ټولو ګډونوالو دا یوه لویه کارنامه وه".

لا هم واشنګټن د روانې میاشتې پر څلورمه د چین د مشکوک "څارګر" بالون له ویشتلو وروسته له پوځي اړخه تیارسئ حالت کې دی.‌

د یکشنبې ورځې دا ویشتل شوی ناپېژاندی شی په تېرو دریو ورځو کې د خپل دریم ورته شی دی چې راغورځول کېږي. وړاندې هم یو "ناپېژاندی الوتونکی شی" د امریکا اېف ۲۲ جنګي الوتکو په مټ ویشتل شوی و.

د شنبې په ورځ د کاناډا شمال لوېدیځ "یوکان" سیمې پر سر هم امریکايي الوتکو یو بل ناپېژاندی شی وویشت.

وړاندې، د کاناډا دفاع وزیري انیتا آنند خبریالانو ته ویلي چې، وروستی ناپېژانده شی د مرکزي یوکان د پاسه د شاوخوا د ۱۲ زره مترو په لوړوالي الوتنه کوله چې د شنبې پر ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۱۵:۴۱ وویشتل شو."

آغلې آنند وايي چې د دغه رانسکور شوي شي د پېژندلو او نورو جزیاتو د موندلو هڅې روانې دي.